شاته

په هند کې د ځمکې ښویدو له کبله ۳۶ تنه مړه شوي

په هند کې چارواکي وایي د مهاراشترا ایالت په یوې لیرې پرتې ولسوالۍ کې د موسمي بارانونو نه وروسته ځمکه ښویدلې.

په پیښه کې لږ تر لږه ۳۶ تنه مړه شوي او شاوخوا ۴۰ نور تري تم دي.د ژغورنې ډلې وایي لسګونه تنه د خاورو خځلو لاندې ګیر پاتې دي او هغوي کوښښ کوي چې ویې ژغوري.

د هند سمندري او هوایي ځواکونه هم د ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري خو دا چې د ګوا او ممباۍ د ښارونو تر منځ لویه لاره د ځمکې ښویدنې په خاطر بنده شوې، د ژغورنې عملیات یې هم ستونزمن کړیدي.
مسؤلین وایي چې د مهاراشترا د ایالت په یو شمیر سیمو کې په پرله پسې توګه ۲۴ ساعته باران وریدلی. د زیات ورښت له وجې پدې ایالت کې د واشیشتي سیند اوبه پورته شوې او ګڼ شمیر سړکونه او د خلکو کورونه یې د اوبو لاندې کړل.

د هند بحري ځواکونو د ژغورنې اوه ډلې چې ربړي کښتۍ، د ډوبیدو د مخنیوي ځانګړي واسکټونه او نور وسایل ورسره دي، سیلاب ځپلو سیمو ته په اوبو کې د ګیر پاتې شویو کسانو د ژغورلو لپاره استولي دي. پوځ همدارنګه د خلکو د ژغورلو لپاره سیمې ته هیلوکوپترې هم لیږلي.

د هند د هوا پیژندنې ریاست پدې ایالت کې ګڼ شمیر سیمو ته خبرداری ورکړی چې ښایي د څو نورو ورځو لپاره هم باران ووریږي.

په هند کې د موسمي بارانونو په وخت چې د جون او سپټمبر په میاشتو کې کیږي، اکثره وخت سیلابونه راوځي او ځمکه ښویږي. ډیرې ودانۍ چې کارونه یې په اساسي توګه نه وي شوي نړیږي چې د خلکو د مرګ ژوبلې سبب کیږي.