شاته

ښوونیز مرکزونه خپل فعالیت بیا پیلوي؛روغتیا وزارت: لا هم د کرونا خطر شته

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دوی پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو او د ملي شورا د استازو د ګډې طرحې پر بنسټ، ښوونیز او د لوړو‌ زده‌کړو مرکزونه خپل فعالیتونه بیا پیلوي.

خو د دې بهیر پیل له اندېښنو سره مل دی او د عامې روغتیا وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا وبا د لوړې څپې په اړه د اندېښنې په ښودو سره خبرداری ورکوي چې لا هم د دې وبا خطر پرخپل ځای دی.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي‌زي ازادي راډیو ته وویل: "اوس‌ هم کرونا ویروس په یو شمېر ولایتونو کې په لوړه څپه کې دی، خو ځینو نورو کې بیا دا ګواښ را کم شوی دی، خو دا د ګواښ د بشپړ پای په معنی نه دی. د جوړې شوې طرحې پر بنسټ، تمه ده چې ښوونیزو او د لوړو زده‌کړو مرکزونه خپل فعالیت بیا پیل کړي."

ښوونیز او د لوړو‌ زده‌کړو مرکزونه خپل فعالیتونه بیا پیلوي.
ښوونیز او د لوړو‌ زده‌کړو مرکزونه خپل فعالیتونه بیا پیلوي.

د ښاغلي علي‌زي په خبره، د ښوونیزو او لوړو زده‌کړو مرکزونو د فعالیت له بیا پیل سره سره باید روغتیايي سپارښتنو ته پام وشي، څو د کرونا وبا د پراخې خپرېدو مخنیوی وشي.

هاخوا بیا د پوهنې وزارت د زمري میاشتې په شپږمه نېټه له زده‌کوونکو څخه د ازموینو د پیل اعلان کړی دی.

د دې وزارت ویاندې نجیبه ارین د پنجشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل، د زمري په شپږمه به په ګرمو ولایتونو کې د کلنۍ ازموینې پاتې بهیر پیل او همدا ډول به په سړو ولایتونو د څلور نیم میاشتنیو ازموینو اخیستنه پیل شي.

خو د پوهنې وزارت په خبپاڼه کې لیکل شوي، په ښوونځیو کې د حضوري زده‌کړو د پیل به اړه به د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه پرېکړه وشي.

د پوهنې وزارت نجیبه ارین وویل، د زمري په شپږمه به په ګرمو ولایتونو کې د کلنۍ ازموینې پاتې بهیر پیل شي.
د پوهنې وزارت نجیبه ارین وویل، د زمري په شپږمه به په ګرمو ولایتونو کې د کلنۍ ازموینې پاتې بهیر پیل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د لوړو زده‌کړو لپاره د مرکزونو د پرانیستې په اړه د چمتووالي خبره کوي، خو دا هم وايي چې د دې کار لپاره د عامې روغتیا وزارت لارښوونې ته په تمه دي.

د دې وزارت ویاند حامد عبیدي ازادي راډیو ته وویل: "د هغې طرحې پر بنسټ چې د تخنیکي کمېټې له‌خوا وروستۍ شوې، هغو ولایتونو کې چې د کرونا وبا کمې شمېرې لري، د لوړو زده‌کړو مرکزونه پرانیستل شي، خو هغو ولایتونو کې چې د کرونا شمېرې پورته دي، نه پرانیستل کېږي. زموږ طرحه وروستۍ شوې، خو عامې روغتیا وزارت ته په تمه یوو، څو ولایتونه معلوم کړي او موږ اقدام وکړو."

که څه هم د عامې روغتیا وزارت تراوسه د دې معلومونې لپاره کار نه دی کړی، خو د دې وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي‌زی وايي، سبا به د یوې کمېټې له‌خوا په دې اړه پرېکړه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر له اختر وړاندې ویلي و چې د ښوونیزو او لوړو زده‌کړو مرکزونو پرانیسته، یو ګواښ دی.

په افغانستان کې ښوونیز او د لوړو زده‌کړو مرکزونه د کرونا وبا د لوړې څپې د ګواښ له امله د غبرګولي په اتمه په ۱۶ ولایتونو کې د دوو اوونیو لپاره وتړل شول، خو وروسته دا نېټه یو په بل پسې اوږده شوه او دا لړۍ ټولو ولایتونو ته وغځېده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په اختر کې د کرونا وبا وروستۍ شمېرې نه دي شریکې کړي، خو د عرفې په ورځ د خپرو شوېو شمېرو له مخې، اوس‌مهال په ټول هېواد کې ۱۴۲ زره او ۴۱۴ تنه په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېر یې ۲زره ۲۶۶ تنه مړه شوي دي.