شاته

ازبیکستان: داسې دلیل نشته چې د امریکا ویزې ته د منتظرو افغانانو کوربه شو

ازبیکستان د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) وویل چې داسې کوم قانوني اساس نشته چې د متحده ایالاتو په غوښتنه د زرګونو افغانانو موقتي کوربتوب وکړو چې د امریکا ویزې ته منتظر دي.

د رویترز اژانس د بلومبرګ رسنۍ د روانې میاشتې د یو رپوټ په اساس وایي واشنګټن د ازبیکستان، قزاقستان او تاجیکستان څخه غوښتي شاوخوا ۹۰۰۰ هغو افغانانو ته ځای ورکړي چې د بهرنیو ځواکونو سره د همکارۍ په وجه اوس د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي.

قزاقستان او تاجیکستان تر اوسه د امریکا د غوښتنې په هکله له تبصرې ډډه کړې ده. خو د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر شوکت میرزایویوف ځانګړي استازي عصمت الله یرګاشیف د منځني اسیا لومړنی چارواکی دی چې په علني توګه پدې موضوع خبرې کوي.

هغه یوې محلي خبري ویبپاڼې ته ویلي چې: «دا د ازبیکستان لپاره یوه ډیره جدي او حساسه موضوع ده، نشي کیدای چې په اړه یې سمدستي تصمیم ونیول شي.»

ښاغلی یرګاشف وایي ازبیکستان د کډوالو په اړه د ۱۹۵۱ کال کنونسیون ندی لاسلیک کړی، او ددې هیواد خپل قوانین چا ته د پناه ورکولو په اړه ځانګړي مقررات نلري. د هغه په وینا «پدې خاطر د بهرنیو او داخلي فکټورونو په پام کې نیولو سره داسې کوم قانوني او عملي اساس نشته چې مونږ په خپله خاوره کې افغانانو ته چې د متحده ایالاتو سره یې همکاري کړې پناه ورکړو.»

پدې وروستیو اونیو کې په افغانستان نا امني پداسې حال کې زیاته شوې چې افغانستان څخه د امریکایي او بهرنیو ځواکونو د وتلو په ترڅ کې طالبانو په ولایتونو کې جګړو ته زور ورکړی دی او د رپوټونو له مخې یې زیات شمیر ولسوالۍ نیولي دي.

د افغانستان حکومت او پوځ ویلي دي چې پدې وروستیو کې یې یو شمیر ولسوالۍ بیرته د طالبانو څخه نیولې دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیڅ الله مجاهد تازه د روسیې د آر آی ای نویستي اژانس ته ادعا کړې چې د تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او ایران د سرحدونو په ګډون د افغانستان ۹۰ فیصده سرحدونو د طالبانو تر کنتروړل لاندې دي.