شاته

امریکا تاجیکستان او ګرجستان ته د کرونا وبا ضد واکسین ورکړل

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۲ (چنکاښ ۳۱) وویل چې متحده ایالات تاجیکستان او ګرجستان ته د کروناویروس ضد واکسین ډالۍ کوي.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې تاجیکستان به د یکشنبې په ورځ د مودرنا شرکت ۱.۵ میلیون ډوز د واکسین د نړیوال ویش د سیستم له لارې چې کواکس بلل کیږي ترلاسه کړي او ګرجستان به د فایزر شرکت نیم میلیون ډوز کرونا ضد واکسین د شنبې په ورځ د دوه اړخیزو همکاریو له مخې ترلاسه کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې د ټولې نړۍ سره د ۸۰ میلیون ډوزه واکسین مرسته وکړي.

واشنګټن ژمنه کړې چې د کواکس پروګرام سره دوه میلیارد ډوزه کرونا وبا ضد واکسین مرسته وکړي او همداشان پلان لري چې د فایزر شرکت څخه ۵۰۰ میلیون ډوزه واکسین د افریقایي ټولنې هیوادونو او ۹۲ نورو کم عایده هیوادونو ته ورکړي.

داسې ګمان کیږي چې چین او روسیه د کروناویروس ضد واکسین په ډالۍ کولو سره غواړي د فقیرو هیوادونو پاملرنه راجلب کړي.

د امریکا متحده ایالات چې زیات شمیر ډوزه واکسین یې اسیایي هیوادونو او دا ځل یې د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته ډالۍ کړي د واکسین په دپلوماسۍ کې ښکیل کیدل ردوي.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی وایي «مونږ دا کار د یواځني هدف لپاره چې د ژوند ژغورل دي، کوو.»

د امریکا متحده ایالاتو افغانستان ته هم د کمروناویروس ضد درې میلیون ډوزه واکسین ډالۍ کړی دی.