شاته

نوي ډهلي د کرونا وبا په وجه د میلیونونو هندیانو مړینه رد کړه

د هند حکومت د یوې نوې څیړنې موندنې رد کړي چې وایي ددې هیواد په میلیونونو وګړي په کروناویروس د اخته کیدو په وجه مړه شوي، پداسې حال کې چې د هند د روغتیا وزارت رسمي شمیرې ښیي چې ۴۱۹ زره کسان دې ناروغۍ مړه کړي.

د هند د حکومت په اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) خپره شوه، راغلي دي چې د اپریل او مۍ په میاشتو کې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ په وجه د مړینو له زیاتیدو وروسته د هند څو ایالتونه اوس خپلې رسمي شمیرې نوې کوي.

په متحده ایالاتو کې د نړیوالې پرمختیا د تحقیقاتي مرکز ډلې د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې ښایي د ۳.۴ څخه تر ۴.۷ میلیون کسانو پورې په هند کې د کروناویروس په وجه مړه شوي وي.

د امریکا جانس هاپکینز پوهنتون شمیرې ښیي چې د پنجشنبې تر ورځې جولای ۲۲ پورې متحده ایالات د نږدې ۶۱۰ زره، برازیل په څه کم ۵۴۶ زره او هند په شاوخوا ۴۱۹ زره مړینو په ترتیب د کروناویروس د مړینو تر ټولو زیات تلفات لري.

دغه تحقیقاتي مرکز د هند کمزورې روغتیایي زیربنا او د کروناویروس په وجه د ټولو مړینو نه ثبت کیدو ته په اشارې ویلي دي چې په هر یو میلیون کسانو کې د کرونا وبا په وجه د مړینو د نړیوال اوسط په پرتله د هند د حکومت رسمي شمیرې د نړیوال اوسط د نیمایي په اندازه دي.

خو د هند حکومت ویلي چې "دا یوه بې پراو فرضیه ده" چې تصور وشي د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د کروناویروس د مړینو کچه یو ډول ده.

د هند د حکومت په اعلامیه کې راغلي چې پدغه څیړنه کې د "نژاد، قومیت، د ټولنې جنیتیکي جوړښت، په نورو ناروغیو باندې د اخته کیدو پخوانۍ کچه او د جمعیت پرمختلی معافیت" په څیر عوامل له پامه غورځولي دي.

د هند حکومت استدلال کړی چې که فرض کړو پدې هیواد کې ټولې مړینې د کروناویروس په وجه وي، بیا هم د نړیوالې پرمختیا د څیړنیز مرکز په څیړنه کې وړاندې شوې شمیرې "په واقعیت ندي ولاړې او په بشپړه توګه غلطې" دي.

خو بیا هم د هند حکومت په یو ډول سره د محلي حکومتونو مقامات ملامت کړي او په خپله اعلامیه کې یې ویلي چې د روغتیا وزارت د ایالتي حکومتونو په برابر کړو او خپرو شویو رپوټونو تکیه کړې او تل یې ایالتونه د کروناویروس د مړینو دقیق ثبتولو ته هڅولي دي.