شاته

دچین سفیر شیخ رشید سره دداسو دبرید په اړه لېدنه کړې

د پاکستان لپاره د چین سفير نونګ رونګ دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شېخ رشيد سره ليدل کتل کړي او دهیواد سرکاري مطبوعات وايي په دې لېدنه کې د چين سفير په دوه اړخیزه اړيکو د خبرو سره د داسو بريد په اړه د روانو پلټنو زر تر زره سرته په رسولو اتفاق کړی دی.

دا ليدنه په داسې وخت کې شوې چې دجولایي په 17 نېټه دخېبر پښتونخوا په بره کوهستان کې په داسو ډيم د چينايي کار کونوکو په بس شوي مشکوک ترهګریز بريد کې نهه چينايي انجنيران وژل شوې وؤ.

ددغه پېښې په اړه دپاکستان دحکومتي چارواکو دبېلابېلو بېانونو نه وورسته د چين يوه 15کسيزه تحقيقاتي ډله هم په پاکستان کې ده.

مطبوعاتي رپورټونه وایي د داسو برید په اړه دپاکستاني چارواکیو دتضاد نه ډکو بیانونو دچین غصه هم راپارولې ده اؤ له دې برید سمدستي وروسته چین دپاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې په دې برید کې ککړ کسان دې سمدستي ګرفتار اؤ دقانون منګولو ته وسپارل شي.

دچین مشرانو دا ستونزه دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره هم په خبرو اترو کې راپورته کړې وه.

دپاکستان دسرکاري ریډیو دخبر ترمخه د زیارت په ورځ دچین دسفیر اؤ دکورنیو چارو د وزیر شیخ رشید احمد ترمنځ په شوې لیدنه کې دواړو لوریو ویلي چې دچین اؤ پاکستان په اړېکو کې یو طاقت هم خنډ نه شي جوړیدی.

مطبوعاتي رپورټونه وایي په نزدې ورځو کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم چین سفر کوي اؤ په دغه سفر کې به ښاغلی قریشي دچین مشرانو سره په یو شمیر مهمو موضوعاتو دنزدې څخه خبرې اترې وکړي.

څېړونکي دپاکستان د وزیراعظم په وینا چین ته دبهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي دا پلان شوی سفر د چین اؤ پاکستان په اړېکو کې په دې وروستیو کې د رامنځته شوؤ درزونو دختمولو هڅه بولي.

تیره ورځ شاه محمود قریشي ملتان کې خبریالانو ته ویلي وؤ چې دچین اؤ پاکستان داړېکو خرابولو هڅه کوونکي به بې نقابه کوي.

دپاکستان سرکاري مطبوعاتو دچین دسفیر له خولې ویلي چې هغه د داسو برید په اړوند د پاکستان لخوا کېدونکو پلټنو باندې ډاډ ښکاره کړی دی.

خو په عین حال کې چین هم پاکستان ته خپل یو ۱۵ کسیز پلاوی رالیږلی ترڅو له خپله انده هم ددې برید پلټنې وکړي.

مطبوعات وایي چې په داسو کې په چینایي انجنئیرانو دشوي برید وروسته پاکستان کې د سي پيک په بیلابیلو پروژو هم کار ودریدلی دی اؤ له دې پېښې وروسته دپاکستان اؤ چین ترمنځ دسي پیک په اړه دګډې همکارۍ دکمیټۍ مهمه غونډه هم تر اختره ځنډول شوې ده.

څېړنکار ډاکټر سرفراز خان وایس اف امریکه ډیوه ته ویلي ددې برید په شا دوه علتونه کیدای شي، یو دا چې پاکستان پخپله خاوره دامنیت ټینګولو توان نه لري اؤ بل دا چې یا خو دا برید دپاکستان به خوښه شوی دی.

"دا دویمه نتیجه چې ده دې طرفته زیاتره مبصرین دا اشاره کوي چې دې وخت کې نوې صف بندي روانه ده اؤ پاکستان دامریکې لوري ته ورجوختیږي"

ډاکټر سرفراز خان وایي "بل لوري ته چې امریکې د کواډ په نوم دچین "یوه سیمه یوه لار " منصوبې په ضد کومه پروژه روانه کړې ده په هغې کې دهند اؤ اسټریلیا په څېر تکړه هیوادونه دي اؤ امریکا اؤ انډیوالان به یې دغه پروژه کې ډیره لویه سرمایه ګزاري کوي،اؤ پاکستان کې داسې لابي هم شته چې هغوئ غواړي چې کومه سرمایه ګزاري هلته کیږي هغه باید دلته ولې ونه شي"

داسو کې په چینایي انجنئیرانو دا برید په داسې حال کې شوی دی چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو وروستي صورتحال پاکستان اؤ چین دبلوچستان په ګډون دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې د اربونو ډالرو په ارزښت جوړیدونکي دچین اؤ پاکستان داقتصادي راهدارۍ دحفاظت دپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.

پاکستان وایي دداسو له برید وروسته یې په هیواد کې دچینایي وګړو دامنیت دپاره ګامونه نور هم سخت کړي دي.

داسو کې په چینایي انجنیرانو شوی برید پاکستان کې دچین په وګړو وړومبی برید نه دی خو څېړونکي دا په پاکستان کې دچین په وګړو تر ټولو ستر برید ګڼي