شاته

دبلوڅ لادرکه کسانو کورنیو دغټ اختر ورځ په سړکونو په احتجاج تېره کړې ده

دغټ اختر په ورځ هم په بلوچستان کې په جبري ډول دبې درکه کسانو کورنیو چې ګڼ شمیر میرمنې اؤ ماشومان هم پکې شامل وؤ دخپلو نازؤلو دراخوشې کولو دغوښتنې دپاره په سړکونو په احتجاج تیره کړې اؤ دحکومت اؤ امنیتي ادارو نه یې غوښتي چې دهغوئ دکورنیو لادرکه غړي دې خوشې کړل شي.

بلوچستان نه په جبري توګه دلادرکه کړل شوؤ بلوڅانو دموندنې دپاره په مبارزه دبوخت غیر دولتي سازمان مرستیال مشر ماما قدير بلوڅ ادعا کوي چې له بلوچستان څخه 50 زره کسان بې درکه دي او د زرګونو خلکو خراب شوي مړي تر لاسه شوي دي.

دچهارشنبې په ورځ کوټه کې دبې درکه شوؤ کسانو دکورنیو ښځو ، ماشومانو اؤ سړیو دلادرکه کسانو دپاره دلګول شوي کېمپ ځخه دغه احتيجاج پيل کړی ؤ اؤ بیا یې پر قندهاري بازار ،جناح سړک او عدالت سړک لاریون کړی دی.

دغو لاریون کوونکو په لاسوکې بېنرې پورته کړې وې چې پر هغې ليکل شوي وؤ
"په زوره بې درکه کړل شوي کسان دي راخوشې کړل شي، که پر دوئ څه دجرم تور دی نو عدالت ته دې وړاندې کړل شي"

دوئ د کوټې دمطبوعاتو دکلب مخې ته احتجاج وکړو.

د بې درکه شوو کورنېو دسازمان مرستېا ل مشر ماما قدير بلوڅ وويل چي له تېرو څوارلس کالو څخه مونږ دهر اختر په لومړۍ ورځ احتجاج کوو،په زرګونو کسان مو بې درکه دي ددوئ کورنۍ داختر خوشحالۍ په ویر کې تېروي دا هم نه ده مالومه چې په زوره بې درکه کړل شوي خلک مړه دي که ژوندي؟

ماما تور ولګولو چې دا بې درکه کسان دپاکستان استخباراتي ادارو وړي دي.

په تېرو دوؤ ورځوکې دبلوچستان له بلوڅ میشتو سېمو ځخه 5 لادرکه تنه راخوشز شوي هم دي چې په دوئ کې يو تن له دریوؤکلونو څخه بې درکه و.

مطبوعات وایي په روان کال کې 40 ته نزدې لادرکه کسان نور هم خپلو کورو ته رسېدلی دي .


خو دبې درکه شوو کسانو دپاره په مبارزه بوخت سازمان وايي اوس هم په زوره دخلکو د بې درکه کولو لړۍ دوامداره ده او يو شمېر مړي هم تر لاسه کیږي.

د بلوچستان حکومت بيا وايي چې د بې درکه شوؤ کسانو دکورنیو له لوري دوئ ته د400 کسانو نومونه ورکړل شوي وؤ چي په هغو کې اوس ډېر راخوشی شوي دي او ډېر کم پاته دي .

دبلوچستان دحکومت په وینا دپاتې بې درکه کسانو دموندنې د پاره مرکزي حکومت عدالتی کمېسون هم پرانستی دي چي هغه کارکوي .

حکومت وايي چي ځنې خلک دپاکستان امنیتي ادارې بدنامول غواړي او د دوئ په خلاف منفي پروپیګنډې کوي.

دپاکستان دبشری حقوقو سازمان هم دخلکو دجبري درکیو دلړۍ په نه تم کیدو خواشیني څرګنده کړې او دحکومت ځخه یې غوښتنه کړې ده چې دبشری حقوقو دسرغړونو مخنیوي وکړي.