شاته

بایډن ته د امریکایي مطبوعاتو لیک: زموږ افغان خبریالان امریکا ته ولیږدوئ

د امریکا خبري اژانسونو او مطبوعاتي سازمانونو د جمهور رئیس جو بایډن نه په یو لیک کې غوښتي چې هغه افغانان امریکا ته ولیږدوي چې د دې ادارو سره یې په افغانستان کې کار کړی.

په لیک کې د واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمز، سي ان ان او لاس انجلس ټایمز په ګډون د امریکا یو شمیر مشهورو مطبوعاتو د افغانستان نه د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته د خپلو افغان همکارانو د ژوند د خوندیتوب په هکله اندیښنه څرګنده کړې.

په لیک کې ویل شوي دا چې دغو کسانو د امریکایي مطبوعاتو سره کار کړی، ښایي طالبان به پرې د غچ اخیستو په خاطر بریدونه وکړي.

امریکایي مطبوعات پداسې وخت کې د خپلو افغان همکارانو د ایستلو خبره کوي چې متحده ایالاتو د هغو افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو بهیر چټک کړی چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو یا حکومت سره کار کړی.

په لیک کې چې څه باندې ۲۱ امریکایي مطبوعاتي ادارو او د خبریالانو د ملاتړ څو بنسټونو لاسلیک کړی ویل شوي، " که د امریکا حکومت مرسته ونکړي، اکثریت دا کسان به ځکه د مرګ د خطر سره مخ شي چې په تیرو ۲۰ کالونو کې یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پر مهال د خپل هیواد د وضعیت په هکله نړۍ ته خبرونه ورکول. "

دغو امریکایي مطبوعاتو ویلي چې شاوخوا ۱۰۰۰ ویزو ته اړتیا لري چې له مخې به یې د هغوي افغان همکاران د امریکا متحده ایالاتو ته راوړل شي.

د خبریالانو د ملاتړ د ادارو د معلوماتو پر بنسټ افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو تر ټولو خطرناک هیواد دی. په افغانستان کې په تیر یو کال کې څه باندې ۱۰ خبریالان او د مطبوعاتو کار کوونکي وژل شوي.

تر ټولو تازه وژل شوی خبریال د رویټرز خبري اژانس انځور اخیستونکی دانش صدیقی دی چې تیره اوونۍ د کندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ کې پداسې حال کې ووژل شو چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره په ګډه دې ولسوالۍ ته تللی و.

سره لدې چې د بشري حقونو د څار ادارې د همدې کال د اپریل په میاشت کې طالبان د خبریالانو په وژلو تورن کړل خو طالبانو دا تورونه رد کړیدي.