بشري حقونو څار ډله: ترکي سرتېرو افغان پناه غوښتونکي وهلي او شړلي دي
د بشري حقونو د څار ډلې د ترکیې پوځ تورن کړی دی چې له ایران څخه اوښتي سلګونه افغان پناه غوښتونکي یې وهلي او په زور یې بېرته ایران ته شړلي دي.
کندهار کې د اهل تشیع جومات کې چاودنې لسګونه کسان وژلي
شېبه مخکې د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د افغان اهل تشیع په جومات (امام باره) کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده.
د سوداګرۍ خونه: افغانستان ته واردات نژدې ۷۰ سلنه کم شوي
په افغانستان کې د تېلو او ګازو په ګډون د لومړنیو خوراکي موادو د بیو د لوړېدو سره هم مهاله د سوداګرۍ خونه وايي، دغه هیواد ته د وارداتو په کچه کې کموالی راغلی دی.
ترکیه طالبان په رسمیت نه پيژني خو مرستې ته چمتو ده
ترکیې د پنجشبې په ورځ اکتوبر ۱۴(تلې ۲۲) وویل چمتو ده چې په افغانستان کې د بشري کړکیچ د مخنیوي په هدف له طالبانو سره مرسته وکړي ، خو ټینګار یې کړی چې د طالبانو حاکمیت په رسمیت نه پيژني.
بایډن له افریقا سره په زیاته کچه د واکسین د مرستې ژمنه وکړه
د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲) د افریقا له وچې سره په پراخه کچه د کویډ نولس د واکسین د مرسته کیدو ژمنه وکړه.
په کنړ کې چاودنې د طالبانو یو قومندان وواژه
طالب چارواکو د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲) وویل چې په یوه نظامي موټر کې د ځای پرځای شوی ماین د چاودیدو له امله د کنړ د یوې ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی دی.
امریکا د ګوانتانامو د دوو بندیانو له ازادیدو سره موافقه کړې
د امریکا د دفاع وزارت له خوا د خپرو شویو حکمونو له مخې، د امریکا دولت په کیوبا کې د ګوانتانامو له نظامي زندان څخه د جګړې د دورې د ۳۹ بندیانو له ډلې د دوو نورو بندیانو له ازادیدو سره چې کلونه بندیان دي ،موافقه کړېده.
اوغلو: طالبان له ترکیې څخه د افغان مهاجرو په بیرته تګ کې مرسته کوي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې طالبانو ورسره ژمنه کړې چې په ترکیه کې د میشتو افغان مهاجرو سره د مرستې لپاره چې غواړي هیواد ته ستانه شي پوره هڅه وکړي.
د تایوان په اور لګیدنه کې ۴۶ تنه وژل شوي
د تایوان په جنوبي ښار کاوشانګ کې په یوې تجارتي ودانۍ کې چې خلک په کې هم اوسیدل د اور لګیدنی پیښه کې ۴۶ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي.
د پاکستان هوایي شرکت "پي آی اې" کابل ته پروازونه بند کړل
پي آی اې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ وویل چې د طالبالنو د مقاماتو د لاسوهنې له کبله چې د قوانینو خپل سر بدلول او ددې شرکت د کارکوونکو ګواښل په کې شامل دي، دغه شرکت کابل ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.
د متقي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ترکیې ته تللی
د طالبانو د کابینې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲) د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د خبرو لپاره هغه هیواد ته تللی دی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان باید سمدستي د نجونو ښوونځي پرانیزي
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان باید ژر تر ژره د نجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
طالبان: PIA او کام ایر باید د کابل-اسلام آباد د ټکټونو بیه پخوا په څیر تنظیم کړي
د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت کام اير او د پاکستان (PIA) هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د کابل – اسلام اباد ترمنځ د خپلو ټکټونو بيې د تير معياري بيو په څير تنظيم کړي٠
د پولو د تړل کیدو له امله د افغانستان انار د خرابیدو له خطر سره مخ دي
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د انارو د راغونډیدو فصل پیل شوی دی، خو سږ کال په موټرونو کې بار په زرګونه ټنه دغه خوندوره میوه د خرابیدو له خطر سره مخ ده ځکه پاکستان اکثریت وختونه خپله پوله تړلې او د یاد محصول راټولونکي وزګار پاتې دي.