جنرال رازق: د پنجابیانو په مقابل کې هیڅ زغم نلرو
د کندهار ولایت امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق وایي د پاکستان د سرحدي ځواکونو سره په جګړې کې یې کوښښ کاوه چې د درنو وسلو نه کار وانخلي.
پوځي مشران به د چمن- سپین بولدګ ستونزه حلوي
افغان چارواکي وايي په چمن-سپین بولدګ کې یې د پاکستاني ځواکونو سره له جنګ وروسته خبرې پای ته ورسېدې.
ملگري ملتونه: له یو کال نه په کم عمره ماشومانو هم جنسي تیري شوي
د ملگرو ملتونو عمومي منشي وایي په نهو جنگ ځپلو هیوادونو کې د ترهگرو ډلو په گډون ۴۶ متخاصمې ډلې په جنسي تیریو او د زور زیاتیو په نورو پیښو دخیلې دي.
یوې افغانې پيغلې د امریکا د ځوانو رهبرانو جایزه وګټله
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړۍ ۱۰ ځوانان د نویو ټوکېدلیو رهبرانو په توګه وپېژندل او هغوی ته یې جایزې ورکړې، یوه په کې د افغانستان ده.
حکمتیار: نظام کې پر نه بدلون ټینګار مخالفانو ته د جګړې د دوام پیغام ورکوي
حکمتیار نن د جمعې په ورځ په غازي لوبغالي کې خپلو زرګونو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا وویل چې دې د سولې له پیغام سره راغلی دی.
د پاکستاني او افغان سرحدي قواو ترمنځ جگړه کې ١٣ کسان وژل شوي
د افغان او پاکستاني سرحدي قواو ترمنځ د چمن - سپین بولدک په جگړه کې څلور افغان سرتیري او د پاکستاني مقاماتو په وینا نهه ملکي پاکستانیان وژل شوي دي.
د امریکا کانگرس د اوباما صحي بیمه فسخه کړه
د امریکا کانگرس پرون د پنجشنبې په ورځ د اوباما صحي بیمه فسخه کړه او اوس دغه قانوني مسئوده د حتمي پریکړې لپاره سنا ته مخکې شوه.
ایران وایي د سولې لپاره د سعودي سره خبرو ته تیار دی
ایران وایي چې هغوي په سیمې کې د امن او سولې په خاطر د سعودي عربستان سره خبرو ته تیار دي
د حکمتیار د هرکلي په مراسمو کې د جنبش او جمعیت د مشرانو نشتون
د افغانستان ملي اسلامي جنبش ویلي دي چې د حکمتیار سره د سولې د موافقې مخالف نه دی، خو جنرال دوستم ونشو کړای چې د هغه د هرکلي په مراسمو کې گډون وکړي.
یونسیف: کډوال ماشومان د اروپا په لار په "روحي ناروغۍ" اخته کیږي
یونان، بلغاریا، هنگري او د بالکان حوزې په هیوادونو کې د ٧٥ زرو ایسارو پناه غوښتونکو وضعیت چې د دریو نه یوه برخه یې ماشومان دي، د اندیښنې وړ بلل شوی.
روسیه او ترکیه په سوریې کې د "امنو ځایونو" پر جوړولو موافقه وکړه
د روسیې او ترکیې جمهور رئیسانو موافقه کړې چې په سوریه کې "امنې سیمې" جوړې کړي.
ارګ کې د حکمتیار تود هرکلی
بې له جنرال دوستم او د جمعیت اسلامي د ګوند له مشرانو، نږدي ټولو دولتي مشرانو او سیاسي شخصیتونو د حکمتیار د هرکلي په غونډه کې برخه اخیسته وه.
سعد محمد د قرانکریم تر ټولو اوږده نسخه ولیکله
مصري سعد محمد هیله لري چې اثر یې نړیوال ریکارد قایم کړي.
افضلي: د کابینې او پارلمان یو شمیر غړي د کانونو په فساد کې لاس لري
د افغانستان د شفافیت د څار اداره ادعا کوي، چې د افغان حکومت د کابینې یو شمیر وزیران او د پارلمان شاوخوا پنځوس غړي، په دغه هیواد کې د وسلهوالو مخالفینو او زورواکانو په مرسته په غیرقانوني توګه د کانونو استخراج ته زمینه برابروي.
حکمتیار له نږدې شلو کالو وروسته نن کابل ته راستون شو
د حکمتیار اسلامي حزب وایي، ټاکل شوې د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني به حکمتیارته نن ماسپښین په ارګ کې ښه راغلاست ووایي.