ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د روسیې د یرغل له کبله څه باندې ۱.۷ میلیون اوکراینیان کډوال شوي 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري UNCHR وایي چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهېسې څه باندې ۱.۷ میلیون اوکراینیان کډوال او بېځایه شوي دي. 

07.03.2022 امریکا غږ

طالبانو پتېنګړه کاکۍ 'نیولې' ده

طالبانو یوه افغاني-الاصله کاناډایۍ نیولې- واشګټن پوست

07.03.2022 امریکا غږ

نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۶ میلیون کسانو واوښت 

د امریکا د متحدو ایالتونو  کې د جانس هاپکینز د کروناویروس د منابعو مرکز وايي چې د کرونا ویروس له کبله په نړۍ کې د مړه شویو انسانانو شمېر تر شپږ میلیون واوښت. 

07.03.2022 امریکا غږ

د څار ډله: طالبانو د رسنیو سانسورول او د خبریالانو سره خشونت زیات کړي 

د بشري حقوقو د څار اداره وايي، طالب چارواکو په ولایتونو او ولسوالیو کې رسنۍ په پراخ ډول سانسور کړي دي او د خبریالانو په وړاندې یې د تاوتریخوالي څخه کار اخیستی دی.

07.03.2022 امریکا غږ

عمران خان: پاکستان د غرب غلام نه دی چې هره غوښتنه یې ومني 

تېره اونۍ په پاکستان کې د لویدیځو هېوادونو استازو له اسلام اباد څخه غوښتي وو چې په اوکراین باندې د روسیې یرغل وغندي، خو عمران خان وايي چې پاکستان د هغوی «غلام» نه دی چې هره غوښتنه یې ومني. 

07.03.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

07.03.2022 امریکا غږ

ملګري ملتونه: افغانستان کې د زېږون په مهال د میندو مړینه زیاته شوې

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا () په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې د زیاتوالې په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي چې د اسیا په کچه په دغه هیواد کې د مور او ماشوم د مړینې کچه زیاته ده.

07.03.2022 امریکا غږ

امریکایي مطبوعات: روسیه د جګړې لپاره سوریایان استخداموي

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي چې روسیه هغه سوریایان په اوکراین کې د جګړې لپاره استخداموي چې په ښاري سیمو کې په جګړې کولو کې تجربه لري.

07.03.2022 امریکا غږ

امریکا د اوکراین سره نورې نظامي او بشري مرستې کوي

پداسې حال کې چې د اوکراین حکومت د روسیې د یرغل په مقابل کې د خپل پایښت لپاره جګړه کوي، د متحده ایالاتو د کانګرس ګڼ شمیر غړیو د هغه هیواد د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره خبرې کړي او د بشري او نظامي مرستو ژمنه یې ورسره کړي.

07.03.2022 امریکا غږ

روسیې کې نږدي ۴ زره د جګړې ضد مظاهره چیان نیول شوي

د روسیې د کورنیو چارو وزارت او یوه خپلواکه اداره چې مظاهرې څاري یکشنبې مارچ ۶ (کب۱۵) ویلي چې حکومت ۳۸۹۵ کسان چې په اوکراین د روسیې د یرغل پر ضد یې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې مظاهرې کولې، نیولي دي.

07.03.2022 امریکا غږ

کولیبا: ۲۰زره بهرني جنګیالي د روسیې سره د جګړې لپاره اوکراین ته راغلي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې شاوخوا ۲۰ زره رضاکارو بهرنيو جنګیاليو اوکراین ته سفر کړی تر څو پدې هیواد کې د روسیې د پوځي یرغل پر ضد د اوکرایني ځواکونو تر څنګ وجنګیوي.

06.03.2022 امریکا غږ

د ترهګرۍ نړیوال جدول؛ افغانستان په لومړۍ درجه کې راغلی 

د اقتصاد او سولې غیر ګوندي موسسې د "ترهګرۍ د نړیوال جدول" په هکله د یو رپوټ په خپرولو سره یو ځل بیا افغانستان د هغو هیوادونو په سر کې راوستی چې ترهګرۍ پرې ناوړه اغیز لري. دا دریم پرله پسې کال دی چې افغانستان ددې بنسټ په رپوټ کې د جدول په سر کې راځي.

06.03.2022 امریکا غږ

بلینکن: اوکراین کې د روسیې د 'جنګي جرمونو' باوري رپوټونه لیدل شوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر نن د مارچ په شپږمه (کب ۱۵) وویل چې واشنګټن پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ترڅ کې د جنګي جرمونو په اړه ډیر باوري رپوټونه لیدلي دي.

06.03.2022 امریکا غږ

قریشي: پاکستان د اوکراین په کړکیچ کې ناپیلي دریځ ته ژمن دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اوکراین د کړکیچ په اړه د خپل هیواد په ناپیلي دریځ ټینګار وکړ او دپلوماسي یې یواځنۍ حل لاره وګڼله. 

06.03.2022 امریکا غږ

احساني: سید باقر محسني د 'طالبانو له بند' څخه خوشې شو

یو سیاسی فعال چې د سید باقر محسني د خوشې کیدو لپاره یې کمپاین کاوه امریکاغږ ته تائید کړه چې د پوهنتون دغه استاد او د طالبانو منتقد ددې ډلې له بند څخه خوشې شوی دی.

06.03.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more