ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بایډن غواړي د چین له جمهور رئیس سره خبري وکړي

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) وویل د چین د ګمرکي تعرفو د لغوه کیدو په اړه فکر کوي‌ او پریکړه به وکړي. د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، جمهور رئیس جوبایډن همدارنګه ویلي دي چې ډیر ژر به د چین له جمهور رئیس شي جین پنګ سره خبري وکړي. د بایډن څرګندونې په داسې حال کې بیان شوي‌ دي چې د کروناویروس له خپریدو وروسته، متحده ایالات له داسې پولي تورم سره مخ شوي چې په تیرو څلورو لسیزو کې یې ساری لیدل شوی ندی. په امریکا کې پولي تورم ددې لامل شوی چې د خوراکي موادو او تیلو په ګډون د لومړنیو توکو بیي په پام وړ کچه لوړې شي. له دې مخکې د امریکا د سوداګرۍ وزیرې جینا رایموندو د جون په پنځه نیټه ویلي وو جمهور رئیس بایډن له خپل ټیم څخه غوښتي دي چې پر چین د یو شمیر هغو ګمرکي تعرفو پر لغوه کیدو فکر وکړي چې د ډانلډ ټرمپ د حکومت پرمهال لګیدلې وې. ددغې امریکایی چارواکې په وینا، ددغه اقدام هدف د پاړسوب هغه لوړ رقم ته رسیدګي ده چې امریکا ورسره مخ ده. میرمن رایموندو د سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکا د مالي تورم یا پولي پاړسوب د کمیدو لپاره پر چین د یو شمیر ګمرکي تعرفو لغوه کیدل څیړي که نه، وویل:"موږ ورته ګورو، زموږ جمهور رئیس غوښتي دي چې ویې څیړو او هغه "جمهوررئیس" ته ددې کار د کولو په حال کې یو او هغه "بایډن" باید دا پریکړه وکړي." د امریکا د سوداګرۍ وزیرې وویل د یو شمیر تعرفو په خاص ډول د خلکو د اړتیا وړ توکو باندې د یو شمیر تعرفو لغوه کیدل کیدای شي برسي شي، خو زیاته یې کړه چې د امریکا حکومت پریکړه کړې چې یو شمیر تعرفې په خاص ډول د هغه هیواد پر وارداتی پولادو او المونیمو پرځای پاتې شي څو د پولادو د تولید د سکټور صنعت او کارګران وساتل شي. د رایموند په وینا، جمهور رئیس بایډن د چین په سلګونو رقمه توکو باندې د ګمرکي تعرفو لغوه کیدل چې ارزښت یې سل ګونه میلیارده ډالره کیږي، تر څیړنې لاندې نیولی دی. هغه تعرفې چې د امریکا پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هغه مهال په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې پر چین وضع کړې چې د دواړو هیوادونو تجارتي اړیکې له تاوتریخوالو ډکې وې. چین هم ویلي دي چې ددغه هیواد پر صادراتي توکو د ګمرکي تعرفو کمووالی به د امریکایانو د لګښتونو د کموالي لامل شي. د ټرمپ حکومت، پر چین د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو ګمرکي تعرفې وضع کړي چې په مقابل کې چین هم ورته اقدامات وکړل. د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصادونو ترمنځ تجارتي لانجه ددې لامل شوه چې په نړیوالو بازارونو کې د ونډو قیمت راوغورځیږي او د نړۍ اقتصاد له تهدید سره مخ شي.

18.06.2022 امریکا غږ

اسرائیلي جنګي الوتکو د راکټي برید په غبرګون کې په غزه بمبارد کړی 

اسرائیلي جنګي الوتکو د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) په غزه کې د حماس پر پوځي مرچلو وروسته له هغې برید وکړ چې ددې ښار څخه پر اسرائیل یو راکټ وتوغول شو.

18.06.2022 امریکا غږ

اورښتونو او سیلابونو بنګله دیش او هند کې ۴۱ کسان وژلي

چارواکو د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) ویلي دي چې په بنګله دیش او هند کې موسمي اورښتونو او زورورو سیلابونو لږ تر لږه ۴۱ کسان وژلي او په میلیونونه نور یې زیانمن کړي دي. سیلابونه د بنګله دیش په ټيټو سیمو کې میلیونونو کسانو ته تل یو معمول ګواښ دی، خو کارپوهان وایي چې د آب و هوا بدلون ددې لامل شوی چې سیلابونه زیات او ویجاړونکي شي چې اټکل یې هم ستونزمن شي. د تیرې اوونۍ په ترڅ کې سخت اورښتونه ددې لامل شول چې د بنګله دیش په شمال ختیځ کې ګڼ شمیر سیمې تر اوبو لاندې شي. د هغه هیواد امنیتي ځواکونه په یو شمیر سیمو او ځایونو کې د بندو کسانو د رایستلو لپاره هم هڅې پیل کړي‌ دي. په سیمه کې ښوونځي د شاوخوا کلیو د اوسیدونکو لپاره وروسته له هغه په سرپناه بدل شول چې د سیندونو اوبه ناڅاپه لوړې شوې. د لوکمن په نامه د سیمې یو اوسیدونکي وویل چې د جمعې په سهار ټول کلی تر اوبو لاندې شو او هغوی بشپړه ورځ د خپل کور د بام په سر تیره کړه ترڅو د ګاونډیو له خوا د بیړیو په مرسته وژغورل شول. پولیسو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د جمعې ورځې راهیسې د سیلابونو له امله تالندې او بریښنا ۲۱ کسان وژلي دي. د میزانور رحمان په نامه د پولیسو یو سیمه ایز قوماندان ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په منځ کې درې ماشومان هم شته چې تالندې او بریښنا وژلي دی. د نوراسلام په نامه د پولیس یو بل چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي د بنګله دیش په چیتاګونګ کې څلور نور کسان هغه مهال ووژل شول چې پر کور یې غونډۍ پریوتله. هندي چارواکو هم څرګنده کړې ده چې د پنجشنبې ورځې راهیسې د هغه هیواد په مغالا ایالت کې د ځمکې د ښوویدو او سیندونو د اوبو د سطحې لوړیدو له امله ۱۶ کسان وژل شوي‌ دي. په ګاونډي اسام ایالت کې هم له پنځو ورځو سختو اروښتونو وروسته څه باندې ۱.۸ میلیونه کسان د سیلابونو له امله زیانمن شوي دي. د اسام علي وزیر هیمانتا بسوا سارما خبریالانو ته ویلي دي چې د ایالت چارواکو ته یې امر کړی څو زیانمنو سره هر راز مرستې وکړي.

18.06.2022 امریکا غږ

کابل کې د اهل هنود پر معبد برید کې دوه تنه وژل شوي؛ برید غبرګونونه راپارولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې له څو ساعته نښنې وروسته د کابل د کارتې پروان په سیمه کې د اهل هنود پر عبادت ځای ټول وسله وال برید کوونکي وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) خبریالانو ته وویل چې له دریو چاودنو او نښتې وروسته یو اهل هنود او یو طالب وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي. لومړۍ چاودنه د شنبې د سهار په ۶:۳۳ دقیقې وشوه او له هغه وروسته د دوو نورو چاودنو غږونه هم واوریدل شول. بلخوا عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي دي چې د برید کوونکو او طالبانو ترمنځ په نښته کې د طالبانو د یو شمیر قومندانانو په ګډون څو تنه طالبان مړه او ټپیان شوي‌ دي. غبرګونونه د کابل په کارتې پروان سیمه کې د اهل هنود او سیکهانو پر عبادت ځای برید، په کور دننه او بهر ګڼ شمیر غبرګونونه راپارولي دي. د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د کابل په کارتې پروان سیمه کې د اهل هنود پر معبد برید «ډارن» عمل بللی او پر یو ټویټ یې لیکلي چې دا برید باید د ټولو له خوا په کلکه وغندل شي. ښاغلي شنکر همدارنګه د اندیښنې په ښودلو سره زیاته کړې ده چې هند د برید له پیله پيښه له نږدې څاري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم په کابل کې د هندوانو او سیکهانو پر عبادت ځای برید غندلی او ویلي یې دي چې د بریدونو له مخې دا پيښه ډیره مرګ ژوبله لري. یوناما پر خپله ټویټر پاڼه په عاجله توګه په افغانستان کې پر ملکي وګړو د بریدونو د دریدو غوښتنه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د اهل هنود، هزاره ګانو او نورو اقلیتونونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د یاد برید په غندلو سره، د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې ده. ښاغلي کرزي د یاد برید عاملان د افغانستان د خلکو د سولې او ثبات دښمنان ګڼلي دي او د دایمې سولې او ثبات او په هیواد کې د ملي بحثونو ( ګفتمان) غږ کړی دی. د افغانستان د ملي مصاحلې د شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله پر یو ټویټ لیکي: «په کارتې پروان کې زموږ د سیکهـ هیوادوالو پر عبادت ځای د نن سهار ترهګریز برید په کلکو ټکو غندو. په دې سختو شرایطو کې د یادې پيښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو.» په ټولنیزو رسنیو کې هم افغانانو دا برید په کلکه غندلی دی او د پیښې له قربانیانو سره یې خواخوږي کړې ده. پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، دا لومړی برید دی چې د هندوانو او سیکهانو پر عبادت ځای کیږي. د طالبانو له واکمنۍ مخکې هم په کابل او یو شمیر ولایتونو کې پر دغو لیږکیو بریدونه شوي وو چې ځاني تلفات یې هم درلودل. تر اوسه په کابل کې ددغه برید مسولیت هیڅ ډلې پر غاړه ندی اخیستی، خو له دې مخکې د داعش خراسان څانګې د افغانستان پر اقلیتونو د داسې مرګونو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی. دا برید په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو میاشتو کې په کابل، کندهار، هرات، بلخ، کندز او یو شمیر نورو ولایتونو کې ورته خونړي بریدونه شوي چې اکثریت یې پر اهل تشیع لمونځ کوونکو وو. تیره ورځ طالبانو وویل چې د کندز ولایت په یو جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه یو کس ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول. د کندز لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع الله روحاني امریکا غږ ته وویل چې د برید ټول قربانیان لمونځ کوونکي وو.

18.06.2022 امریکا غږ

ملګري ملتونه: د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته۲۵۰زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدېخوا شاوخوا ۲۵۰زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي.

18.06.2022 امریکا غږ

د کابل په کارته پروان کې د 'اهل هنود پر عبادت ځای' وسله وال برید شوی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «کارته پروان» سیمه کې څو پرله پسې چاودنې تائید کړې او وایي چې تر دغه چاودنو وروسته څو تنه وسله وال په دغه سیمه کې د اهل هندو عبادت ځای ته داخل شوي دي.

18.06.2022 امریکا غږ

انګلستان په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ډیرو منډو کولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

د انګلستان د کرکټ ملي لوبدلې جمعه جون ۱۷ (غبرګولي۲۷) د هالنډ لوبډلې خلال د کرکټ په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ډیرو منډو کولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

18.06.2022 امریکا غږ

آیا جمهور رئیس جو بایډن به د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري؟

پداسې حال کې چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن بله میاشت منځني ختیځ ته د خپل رسمي سفر په لړ کې سعودي عربستان ته ولاړ شي خو لا معلومه نده چې آیا ددې هیواد د ولیعهد محمد بن سلمان سره به مخامخ وګوري که نه.

18.06.2022 امریکا غږ

پاکستان د ترهګرۍ سره د مالي مرستو د څار ادارې د "خړ لست" څخه وتو ته نږدې شوی

یوه نړیواله اداره چې په ۲۰۱۸ کال کې یې پاکستان لدې کبله چې د پیسو د تطهیر او د تروریستي فعالیتونو د تمویل د مخنیوي لپاره یې کافي کار نه کاوه او دا هیواد یې په خړ لیست کې شامل کړی و، جمعه جون ۱۷ (غبرګولي۲۷) ویلي چې پاکستان د عمل هغه پلانونه په نړیواله کچه پرې موافقه شوې وه، په بنیادي توګه بشپړ کړي.

18.06.2022 امریکا غږ

برتانیې امریکا ته د جولیان آسانژ په سپارلو موافقه وکړه

د برتانیې حکومت جمعه جون ۱۷ (غبرګولي۲۷) موافقه وکړه چې د ویکي لیکس باني جولیان آسانژ متحده ایالاتو ته وسپاري.

18.06.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

18.06.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

17.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

17.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

17.06.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

17.06.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more