ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

04.06.2022 امریکا غږ

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

03.06.2022 امریکا غږ

د کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه

د کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه کې د افغانستان او نړۍ په اړه مهم خبرونه، رپوټونه او ارزونې لیدلی شئ

03.06.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

03.06.2022 امریکا غږ

طالبانو ۴ نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو د کنټرول او بررسۍ قرارداد یو بهرني شرکت سره لاسلیک کړ

طالبانو په ۴ نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو د کنټرول او بررسۍ قرارداد د متحده عربي اماراتو یو شرکت سره لاسلیک کړ

03.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

03.06.2022 امریکا غږ

برما کې د ۱۹۹۰ راهیسې په لومړي ځل ۲ کسان اعدامیږي

په برما کې د پوځي حکومت چارواکي وایي د پخوانۍ مشرې آنګ سان سوچي د ګوند یو غړی او د دیموکراسۍ یو مشهور فعال چې دواړه یي د ترهګرۍ په قضیو کې د مرګ په سزا محکوم شوي، په دار ځړول کیږي.

03.06.2022 امریکا غږ

امریکا کې د یوې کلیسا په پارکینګ کې په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي

د متحده ایالاتو د آیوا په ایالت کې پولیس وایي چې یو سړي د کلیسا د موټرو درولو په ځای کې لومړی دوه میرمنې او وروسته خپل ځان وویشته او درې واړه وژل شويدي.

03.06.2022 امریکا غږ

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سوء تغذیې په ډیروالي بیا اندیښنه وښوده

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) یو جګپوړي چارواکي ویلي چې په افغانستان کې په ماشومانو کې د سوء تغذیې پیښې ورځ په ورځ ډیریږي.

03.06.2022 امریکا غږ

طالبانو د نورستان په ځنګلونو کې د اور د مهارولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې

طالبانو د نورستان ولایت په ځنګلونو کې د لګیدلي اور په کابو کولو کې د چین څخه د مرستې غوښتنه کړې.

03.06.2022 امریکا غږ

بایډن: د تهاجمي وسلو خشونت نور بس دی، کانګرس دې اقدام وکړي

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ماښام جون دویمه (غبرګولي ۱۲) له کانګرس څخه وغوښتل چې تهاجمي وسلې بندې کړې، د [وسله اخیستونکو] د سابقې په اړه دې پلټنې زیاتې او د ډله ایزې وژنې د ستونزو حل لپاره دې ټول معقول اقدامات ترسره کړي. د ښاغلي بایډن تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د ویسکانسن په ایالت کې په یو وسله وال برید کې د چارواکو په وینا یو شمېر کسان ژوبل شول او تېره ورځ په یو بل وسله وال برید کې په اوکلاهاما کې څلور تنه ووژل شول. تر دې مخکې د تکساز او نیویارک په ایالتونو کې هم په وسله والو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول او ژوبل شول. د ښاغلي بایډن وینا د سپینې ماڼۍ په ټولنیزو شبکو او یو شمېر امریکايي چاینلونو کې ژوندۍ خپرېدله. هغه وویل: « د خدای په خاطر، نور د څومره قتل عامل منلو ته تیار شو» چې د وسلو لرلو په قانون کې تغیرات راشي. ښاغلي بایډن، چې د دموکرات ګوند غړی دی، په امریکا کې د وسلو د کنترول په اړه داسې غوښتنې وکړې چې په تاریخي لحاظ یې جمهوریت غوښتونکي مخالف دي. ولسمشر بایډن وویل چې د ناروغیو او ترافیکي پېښو په پرتله په وسله والو بریدونو کې ډېر امریکایان او په خاص ډول ماشومان وژل شوي دي.‌   هغه زیاته کړه که نور اقدامات ممکن نه وي، د وسلو اخیستونکو سن دې ۲۱ کاله وټاکل شي چې ۱۸ کلن ځوانان ونشي کولای وسلې واخلي. امریکايي قانون جوړوونکي هلې ځلې کوي هغه اقدمات وارزوي چې په اساس یې د وسلو اخیستونکو د سوابقو په اړه باید ډېر تحقیق وشي او داسې قانون تصویب شي چې امنیتي مقامات وکولای شي په رواني ناروغیو د اخته کسانو څخه وسلې واخلي او ضبط یې کړي. خو جمهوریت غوښتونکي استازي د دغو هلو ځلو مخالفت کوي او په خاص ډول د امریکا په سنا کې د تهاجمي وسلو د مخنیوي د هلو ځلو مخالفت موجود دی. بیا هم ولسمشر بایډن له کانګرس څه وغوښتل چې اقدام وکړي. نوموړي زیاته کړه چې په تېرو لسو کلونو په ښوونځیو او نوروعامو ځایونو کې له وسله والو بریدونو وروسته هېڅ اقدمات نه دي شوي خو په خبره یې دا ځل باید وشي. د دغو هلو ځلو پلویانو له ولسمشر بایډن څخه غوښتي چې په دې اړه په خپله لاس په کار شي خو ښاغلی بایډن غواړي چې کانګرس اقدام وکړي، ځکه چې د لسمشر د فرمان پرتله د کانګرس پرېکړه اغیزناکه او پایداره وي. ښاغلي بایډن وویل که په سنا کې د جمهوریت غوښتونکو لس غړي دا طرحه ومني، قانون به تصویب شي. د امریکا د متحدو ایالتونو سنا ۱۰۰ څوکۍ لري چې د دواړو ګوندونو ترمنځ ۵۰-۵۰ وېشل شوي،  په سنا کې چې هر قانون تصویب کېږي باید ۶۰ غړي یې تائید کړي. ولسمشربایډن څو ورځې مخکې هم د وسله والو بریدونو د قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل: «زه رنځېدلی او ستړی یم. موږ باید اقدام وکړو». هغه له امریکایانو څخه وغوښتل چې د وسلو د لابي او کمپاین په ضد ودریږي. په امریکا کې د قانون په اساس، هر واجد شرایط فرد کولای شي چې د ځان د دفاع لپاره وسله واخلي او وساتي. خو د دغه قانون مخالفین وايي همدغه کار د وسله والو بریدونو لوی عامل دی. د وسله وال خشونت د ارشیف د ویبسایټ د معلوماتو په اساس، د ۲۰۲۲ د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه نیولې د مۍ تر ۱۴ پورې په متحدو ایالتونو کې ۲۱۲ وسله وال بریدونه او پېښې ثبت شوي دي. د دغه ارشیف معلومات ښيي چې په دغې مودې کې «۱۸۰۰۰ کسان د وسلو اړوندو خشونتونو کې» وژل شوي چې ځانوژنې او غیر عمدي پېښې هم په کې شاملې دي.

03.06.2022 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

03.06.2022 امریکا غږ

د امریکا د ویسکانسن په ایالت کې وسله وال برید شوی

د امریکا د ویسکانسن ایالت د میلواکي ښار په جنوب کې پولیس مقامات وايي چې یو وسله وال سړي په یوې هدیرې کې په خلکو ډزې کړې او یو شمېر کسان یې ژوبل کړي دي. د راسین د پولیسو څانګې په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو معلوماتو کې ویلي دي چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ جون په دویمه (غبرګولي ۱۲) د راسین په سیمه کې د ګراسلنډ په هدیرې کې شوې ده. دغې هدیرې ته نژدې د «اسینشن آل ساینټ» روغتون ډاکټرانو ویلي دي چې د دغه وسله وال برید د یو شمېر قربانیانو درملنه یې کړې ده. لا معلومه نه ده چې په دغې پېښې کې څوک وژل شوي هم که دي که نه. دا پېښه داسې مهال کېږي چې تېره ورځ یو قهریدلي ناروغ د امریکا په اوکلاهاما کې خپل جراح ډاکټر او د هغه دوه همکاران په ډزو ووژل. په دغه ایالت کې چارواکي وايي دغه ۴۵ کلن ناروغ تازه د ملا عملیات کړي وو او له دردونو یې شکایت کاوه. وايي خپل ډاکټر ته یې هم د خپلو دردونو په اړه پرلپسې زنګونه وهلي وو او بالاخره یې په دغه کار لاس پورې کړ. وسله وال د پولیسو له رسېدو روسته خپل ځان هم په ډزو وواژه. د ویسکانسن برید په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې په امریکا کې څلورم وسله وال برید دی چې کېږي. تر دې مخکې په تکساز او نیویارک هم په وسله والو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول او ژوبل شول. د امریکا ولسمشر جوبایډن دا بریدونه غندلي او د وسلو اخیستلو د قانون او شرایطو د سختولو غوښتنه یې کړې ده. ښاغلي بایډن د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره د تکساز او نیویارک ایالتونو ته هم سفرونه وکړل. ولسمشربایډن له امریکایانو څخه وغوښتل چې د وسلو د لابي او کمپاین په ضد ودریږي. په امریکا کې د قانون په اساس، هر واجد شرایط فرد کولای شي چې د ځان د دفاع لپاره وسله واخلي او وساتي. د وسلو د دغه قانون منتقدین وايي چې همدغه کار د دا ډول بریدونو لپاره زمینه سازي کوي او په خبره یې باید د وسلو اخیستلو شرایط سخت کړل شي. هغه قانون جوړوونکي چې په امریکا کې د وسلو د خرڅلاو مخالف دي، د وسلو د کمپاین کوونکو او تولیدوونکو فابریکو له سخت مخالفت سره مخامخ دي، دوی وايي چې د امریکا اساسي قانون امریکايایانو ته دا حق ورکړی چې وسلې ولري. د امریکا د ناورغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د معلوماتو په اساس یوازې په ۲۰۲۰ کې ۱۹۳۵۰ کسان په امریکا کې په ډزو وژل شوي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

03.06.2022 امریکا غږ

پاکستاني طالبانو له اسلام اباد سره تر 'نامعلومې مودې پورې اوربند' وکړ

«تحریک طالبان پاکستان» وايي د پاکستان له حکومت سره یې د سولې په خبرو کې «پام وړ پرمختګ» شوی دی.

02.06.2022 امریکا غږ

امریکا د پوتین د خزانه دار نوم په تور لیست کې شامل کړ

د روسیې په جمهور رئیس ولادمیر پوتین د بندیزونو په لړ کې د امریکا متحده ایالاتو نن پنجشنبه جون ۱۲) د پوتین خزانه دار او یوې کمپنۍ مشر نومونه د بندیزنو په تور لیست کې شامل کړې په روسیه کې جګپوړې طبقې ته عصري کښتۍ برابروي.

02.06.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more