ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اشنا تلویزیون د چهارشنبې خپرونه

د اشنا تلویزیون په خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

05.10.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

05.10.2022 امریکا غږ

دریو سایسنپوهانو په ګډه د کیمیا د نوبل جایزه وګټله  

د سویډن شاهي سلطنتي اکاډمي نن چهارشنبه اکتوبر پنځمه (تله۱۳) اعلان وکړ چې د کیمیا د نوبل جایزه یې  دریو ساینسپوهانو ته ورکړه.

05.10.2022 امریکا غږ

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

05.10.2022 امریکا غږ

 هند کې د واورو ښویدو پېښه کې ۱۰غره ختونکي مړه او ځینې نور ورک دي

په هند کې پولیس چاروکي وايي چې د هیمالیا د غرونو په لوړو کې د واورو ښویدو په پېښه کې لس غره ختونکي مړه شوي دي او ۱۸ نور لا هم ورک دي.

05.10.2022 امریکا غږ

امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا په ځواب کې توغندي ویشتلي

د جاپان پر هوايي حریم د شمالي کوریا د بالستیک توغندي د ویشتل کېدو په ځواب کې، امریکا او جنوبي کوریا د چهارشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) په ژېړ سمندرګي کې د توغندیو یو لړ تمرینونه تر سره کړل.  

05.10.2022 امریکا غږ

په کابل کې په یو جومات کې چاودنه شوې

طالب چارواکي وايي، په کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت سره نژدې یوه جومات کې چاوددنه شوې ده.

05.10.2022 امریکا غږ

د کابل ښار په یوه سوداګریزه سیمه کې اورلګېدلی

یو شمېر عیني شاهدان وايي چې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې په دوو سوداګریزو مارکېټونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

05.10.2022 امریکا غږ

د ښوونکي ورځ؛ د ښوونکو په ملاتړ د 'طالبانو ټينګار'

د طالبانو حکومت د رئیس الورزا اداري مرستیال وايي، «اسلامي امارت» د افغان ښوونکو ملاتړ او په ټول هیواد کې د ښوونې او روزنې ودې او پراختیا ده ژمن دی.

05.10.2022 امریکا غږ

آذربایجان د امریکا په منځګړیتوب ۱۷ ارمني بندیان آزاد کړل

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۴ (تلې ۱۲) وویل چې آذربایجان د متحدو ایالتونو له منځګړیتوب وروسته، د جګړې ۱۷ ارمنستاني بندیان آزاد کړي دي.

05.10.2022 امریکا غږ

روسي محکمې یو امریکایي تبعه په لغته د پولیسو د افسر د وهلو له امله په څلور نیم کاله زندان محكوم کړ

یوې روسي محکمې د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۴ (تلې ۱۲) یو امریکایي تبعه په لغته د یو روسي افسر د وهلو له امله په څلور کاله او شپږ میاشتې زندان محکوم کړ.

05.10.2022 امریکا غږ

اسلام آباد: جګړو کې دوه پاکستاني سرتیري، ۷ اورپکي وژل شوي

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ اکتوبر څلورمه (تلې ۱۲) وویل د هغه هیواد د امنیتي ځواکونو پر یو کاروان د اورپکو په برید کې دوه سرتیري او درې اورپکي وژل شوي دي.

05.10.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

04.10.2022 امریکا غږ

فنلنډ کې د لینن وروستۍ مجسمه  ونړول شوه

فنلنډ نن د اکتوبر په څلورمه (تلې ۱۱) د پخواني شوروي اتحاد د مشر ولادیمیر لینن وروستۍ مجسمه د کوټکا د ښار له یو واټ څخه لیرې کړه.

04.10.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

04.10.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more