ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه
نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د روسیې د سینټ پیټرزبورګ ښار شورا د پوتین د استیضاح غوښتنه کړې
ددې شورا غړي وايي، اندیښمن دي چې پوتین پر اوکراین باندې د یرغل له امله بل هېواد ته نه بلکه د روسیې فدراسیون ته بنسټیز زیان اړولی دی او ددې هېواد خلک یې زیانمن کړي دي.
هریس: د شمالی کوریا د وسلو پروګرام بې ثباته کوونکی دی
د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې کمالا هریس پنجشنبې سپټمبر ۲۹ (تلې۶) د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ په غیر نظامي سیمې کې د شمالي کوریا "ظالمانه دیکتاتوري" او د وسلو "بي ثباته کوونکی" پروګرام وغانده.
رئیسي ایران کې د مظاهره کوونکو په وړاندې د پریکنده اقدام خبرداری ورکړ
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۸ (تلې پنځمه) د مهسا امیني تر وژل کیدو وروسته په هغه هیواد کې د میرمنو په مشرۍ له تاوتریخوالو څخه ډکې مظاهرې وغندلې او د هغو کسانو په وړاندې یې د پریکنده اقدام خبر ورکړ چې په دې مظاهرو کې یې برخه اخیستې ده. رئیسي په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل:" کومو کسانو چې په بلوا کې برخه اخیستې باید ورسره جدي چلند وشي، دا د خلکو غوښتنه ده." نوموړي زیاته کړه، د خلکو خوندیتوب د ایران د اسلامي جمهوري سره کرښه ده او هیڅوک حق نلري چې قانون څخه سرغړونه وکړي او بلوا رامنځ ته کړي. د ایران دغه فوق العاده محافظه کار ولسمشر څرګنده کړه:" دښمن ملي یووالي په نښه کړی او غواړي چې خلک د یو بل په مقابل کې راپورته کړي." ۲۲ کلنه کردۍ مهسا امنیتي د حجاب د نه مراعت کولو په تور له نیول کیدو درې ورځې وروسته، د سپټمبر په ۱۶ نیته، په داسې حال کې مړه شوه چې د پولیسو په قید کې وه. رئیسي زیاته کړه، ملت د امیني په مړینه خواشینی شوی او عدلي طب او د قضایه قوې متخصصین به ډیر ژر په دې اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړي، خو نوموړي خبرداری ورکړی چې "مظاهرې او بلوا توپیر سره لري." دا د دریو کلونو راپدیخوا لومړی ځل دی چې د ایران په بیلابیلو برخو کې پراخې مظاهرې پیل شوي او مظاهره کوونکي د "ښځې، ژوند او آزادۍ" بیلابیل شعارونه ورکوي. میرمنو په دغو مظاهرو کې خپلو ټکریو ته اور اچولی او وریښتان یې لنډ کړي دي. ایران د عراق په شمال کې د "انقلاب ضد" کردي ډلو په ګډون بهرنۍ کړۍ په نارامنیو کې په لاس لرلو کې ښکیلې بولي. ایران د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۸ د عراق پر کرد میشتو سیمو د راکټونو او ډرون الوتکو بریدونه وکړل چې له امله یې ۱۳ کسان ووژل شول. ایران وایي چې په یاده سیمه کې میشتې کرډي ډلې په ایران کې نارامنیو ته لمن وهي. دا بریدونه په عراق کې د ملګرو ملتونو د ماموریت له خوا وغندل شول او د عراق حکومت د ایران سفیر احضار کړم. د بشري حقونو د ملاتړ ډلې وایي چې په ایران کې د مظاهرو د ځپلو په لړ کې تر اوسه کابو ۷۶ کسان وژل شوي دي.
د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ تازه نښتو کې مرګژوبله رامنځ ته شوې
د ارمنستان دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۸ (تلې شپږمه) وویل چې له آذربایجان سره په تازه سرحدي نښته کې، درې ارمنستاني پوځيان وژل شوي دي.
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
امریکا اوکراین سره تازه ۱.۱ میلیارد ډالره نظامي مرسته اعلان کړه
د امریکا متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۸ (تلې شپږمه) له اوکراین سره د ۱.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو او تجهیزاتو تازه مرسته اعلان کړه.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه
ویسټ: د کوټې طالبانو د زور له لارې د واک ترلاسه کول غوره کړل
د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي تامس ویست وايي چې په قطر کې د سولې د خبرو په مهال د طالبانو دوې ډلې وې چې یوې یې په قطر کې دپلوماتیک مذاکرات مخې ته وړل او بلې یې تصمیم نیونکې ډله وه چې د پاکستان په کوټه کې ناسته وه.
نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
بشري حقونو سازمان ایران ته: د بیان آزادۍ او سوله ایز لاریون حق ته درناوی وکړئ
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان جګپوړه چارواکو د سه شنبې په ورځ ۲۷ سپتمبر (تلې پنځمه) د ایران پر حکومت غږ وکړ چې "د خلکو د بیان، مفکورې او په سوله ایزه توګه د د غونډو ازادۍ ته بشپړ درناوی" وکړي.