امریکا د تیلو د قاچاق کولو په یوې شبکې بندیزونه ولګول چې حزب الله او قدس ځواکونو ملاتړ کوی
په تهران د فشار ډیرولو په هڅو کې متحده ایالاتو د تیلو د قاچاق کولو په یوې نړیوالې شبکې بندیزونه ولګول چې ویل کیږي د ایران د قدس ځواکونو او حزب الله شعیه ډلې سره مالي ملاتړ کوي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ظریفه یعقوبي په کابل کې نیول شوې؛ یوناما یې خوشې کیدل غواړي
طالبانو د پنجشنبې په ورځ نومبر دریمه (لړم ۱۲) د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي او د هغې څلور نارینه همکاران د کابل په لویدیځ کې د ښځینه فعالانو د یوې خبري غونډې په ترڅ کې ونیول.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان په یوې په زړه پورې لوبې کې سیالي اسټرالیا ته وبایله
د اسټرالیا سره له ماتې وروسته د افغانستان د کرکټ ټيم کپټان محمد نبي له کپټانۍ استعفا وکړه. په اسټرالیا کې روان د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان د جمعې په ورځ نومبر څلورمه (لړم ۱۳) کوربه ټیم اسټرالیا سره خپله وروستۍ سیالۍ کې پچه وګټله او اسټرالیا ته یې د توپ وهنې بلنې ورکړه. اسټرالیا ته ددې سیالۍ ګټل خورا مهم و، او غوښتل یې افغانستان ته په ستر توپیر ماتې ورکړي ترڅو د دې ګروپ په لومړیو دوو ټیمونو کې ځای ونیسي. خو د افغانستان د توپ اچونکو نوین الحق، راشدخان او فضل حق فاروقي د ښې توپ اچونې له کبله استرالیا ډیرې منډې ونه کړای شوې او د اتو لوبغاړو په سر یې شلو اورونو کې ۱۶۸ منډې وکړې. د اسټرالیا له لوري زیاتې منډې ګلین میکسول وکړې. د افغانستان له لوري نوين الحق د اسټرالیا درې لوبغاړي وسوزول. د افغانستان توب وهونکو د اسټرالیا د وړکړل شوي هدف ۱۶۹ په تعقیب کې ښه لوبه پیل کړه او یو وخت داسې بریښیدل چې افغانستان به دا سیالي ډیر په اسانه وګټي. خو د رحمن الله ګربز او ګلبدین نایب له سوزیدو نه وروسته د افغانستان مهم لوبغاړي کپټان محمد نبي، نجیب ځدراڼ او ابراهیم ځدراڼ یو د بل پسې وسوزیدل او لوبه د افغانستان له لاسه ووتله. د لوبې په وروستیو اورونو کې افغان لوبغاړي راشد خان هڅه وکړه چې تیزه لوبه وکړي او پاتې توپونو کې هدف ته ورسیږي خو هغه ونه توانیدو چې وروستۍ شپږې منډې ترلاسه کړي. راشد خان په ۲۳ توپونو ناسوزیدلې ۴۸ منډې وکړې. د اسټرالیا لوبغاړی ګلین میسکول د ۵۴ منډو او غوره لوبې په اساس د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. له دې ماتې نه سمدستي وروسته د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي په خپل فیسبوک پاڼه ولیکل چې دی نور د افغانستان د ملي ټیم د کپټانۍ نه استعفا کوي او که ټیم ته ضرورت وي نو د لوبغاړي په توګه به ملي خدمت ته ادامه ورکوي. په دې ماتې سره د کرکټ شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان سفر پای ته ورسید. افغانستان دې جام کې درې لوبې وکړې او درې واړه یې وبایللې. دوه سیالۍ یې د باران له کبله لغوه شوې. د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د اسټرالیا د شل اوریز نړیوال جام نه وروسته د دریو، یو ورځنیو سیالیو دپاره سریلانکا ته سفر وکړي.
بایډن: ایران به ژر ازاد شي؛ رئیسی: ایران ۴۳ کاله وړاندې ازاد شو
د امریکا ولسمشر جوبایډن په کلیفورنیا کې د دموکرات ګوند د انتخاباتي کمپاین پر مهال وویل چې ایران به ډېر ژر ازاد شي.
د حایل اونیزه خپرونه
آیا طالبان د پخواني جمهوریت د چارواکو، پخوانیو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، او مخورو شخصیتونو سره د نوي نظام جوړول به ومني؟ دا اونۍ د امریکاغږ په حایل خپرونه کې په همدې موضوع بحث شوی. هیله ده دا بحث د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د امریکاغږ په سټلایت او انټرنټي پاڼو وګورئ.
د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه
د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
ژوند په امریکا کې
"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.
جي۷ له روسیې وغوښتل چې د غلې دانې د صادراتو معامله وغځوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړي مقام د جمعې په ورځ نومبر څلورمه (لړم ۱۳) په جرمني کې د خبرو پر مهال وویل، جي۷ له روسیې غواړي چې هغه تړون وغځوي چې له اوکراین څخه د غلو دانو امن لېږد ته اجازه ورکوي.
طالبان: ایران افغانستان ته د افغان کډوالو ستنولو بهیر چټک کړی
د طالبانو د حکومت د کډوالو اوستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر د چټکیدو خبر وکړی او ویلي دي، چې په تیره اونۍ کې په زرګونو افغان کډوال افغانستان ته بیرته ګرځول شوي دي.
د یوناما مشرې پکتیکا ولایت کې زلزله ځپلو کورنیو سره کتلي
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د پنجشنبې په ورځ د پکتیکا په ولایت کې د زلزله ځپلوسیمو څخه لیدنه کړې او مصیبت ځپلو کورنیو سره یې د مرستې بهیر څخه څارنه کړې ده.
امریکا په عمران خان باندې برید وغنده
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په مخکني صدراعظم عمران خان باندې وسله وال برید غندلی دی.