طالبان: د وزير اکبر خان جومات او کاج تعليمي مرکز چاودنو طراحان ووژل شول
طالب چارواکي په کابل ښار کې د داعش ډلې اړوند کسانو يو مرکز د کشف او له منځه وړلو خبر ورکوي او وايي چې دغه کسانو د کابل ښار وزير محمد اکبر خان جومات او کاج تعليمي مرکز چاودنو کې لاس درلود.
بادغیس کې د ناچاوده مهماتو چاودنې درې ماشومان وژلي
طالب چارواکي وايي، په بادغیس ولایت کې د پخوانیو ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي دي.
بایډن وایي نیت لري چې د جمهوري ریاست دویم دورې لپاره ځان کاندید کړي
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه اکټوبر ۲۱ (تلې۲۹) وویل چې پلان لري په ۲۰۲۴ کال کې د جمهوري ریاست د دویمې دورې لپاره ځان کاندید کړي.
د کرکټ نړیوال جام دویم پړاو ۱۲ لوبډلې معلومې شوې
په اسټرالیا کې د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال جام په دویم پړاو کې د دولسو لوبډلو نوملړ بشپړ شو.
ملګري ملتونه دې اوکراین کې د ایراني ډرون الوتکو په هکله تحقیقات وکړي، اروپایي هیوادونه
فرانسې، جرمني او برتانیې جمعه اکټوبر ۲۱ (تلې۲۹) په یو لیک کې د ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د روسیې لخوا د اوکراین په جګړې کې د ایران د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو څخه د کار اخیستو په هکله دې "بې پرې" پلټنې وکړي.
د ټرمپ یو پخوانی سلاکار کانګریس ته د اهانت له کبله په ۴ میاشتو بند محکوم شو
د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یو پخوانی سلاکار سټیف بینن چې په کانګرس ماڼۍ د ټرمپ د پلویانو لخوا د برید کولو په قضیې کې یې د همکارۍ څخه انکار کاوه ، جمعه اکټوبر ۲۱ (تلې۲۹) په څلورو میاشتو بند تیرولو محکوم شو.
پاکستان د ترهګرۍ د تمویل کوونکو هیوادونو له خړ نوملړ څخه وایستل شو
د پیسو مینځلو د څار نړیوالې ادارې مشر د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۱ (تلې ۲۹) وویل چې پاکستان د نړیوال خړ لیست څخه چې د تروریزم د تمویل په اړه د جدي څارنې ایجاب کوي، ایستل شوی دی. د مالي عمل کاري ځواک (FATF) مشر راجا کمار یوې خبري غونډې ته وویل، دا پریکړه، چې د سویلي آسیا د بحران ځپلي هیواد شهرت لوړوي، په پاریس کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې شوې ده. ښاغلي کمار همداشان وویل: "د پاکستاني چارواکو له ډېر کار وروسته، چې دوی د دوه جلا عمل پلانونو له لارې ترسره کړ د پیسو مینځلو او د تروریزم تمویل ضد سیسټمونو کې د نیمګړتیاو د لرې کولو لپاره یې د ګډ عمل ۳۴ موارد بشپړ کړل. " د جون په میاشت کې په یوه غونډه کې، FATF ویلي وو چې دوی پاکستان په "خړ لیست" کې ساتي، خو ویلي یې وو چې د ساحې د لیدنې وروسته د پرمختګ د تصدیق په صورت له دې لست نه ایستل کیدای شي. ښاغلي کمار وویل چې د FATF ټیم پاکستان ته تللی و او د دې پروګرام له پلي کیدو څخه راضي دی. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په خپل ټویټر لیکلي: "د FATF له خړ لیست څخه د پاکستان وتل زموږ د پریکنده او دوامداره هڅو پایله ده." پاکستان په ۲۰۱۸ کال کې د "ترهګرۍ د تمویل ضد ستراتیژیکې نیمګړتیاو" له امله په لست کې شامل کړای شوی و. ښاغلي کمار وویل که څه هم دغه هیواد د ترهګرۍ د تمویل له لیست څخه وایستل شو، خو "لا هم کار شته چې باید ترسره شی" او زیاته یې کړه چې دغه اداره پاکستان دې ته هڅوي چې د خپلې څارنې میکانیزم پیاوړی کړي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
طالبانو سره تعامل لپاره دریمګړي هیواد ته اړتیا نشته - ویسټ
د افغانستان لپاره د متحده یاالاتو ځانګړي استازي ویلي، امریکا له طالبانو سره د باور جوړولو په حال کې ده، خو ټینګار یې کړی، چې واشنګټن به اجازه ورنه کړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو پر خوندي ځاله بدل شي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د حایل اونیزه خپرونه
طالبان په څه ډول په افغانستان کې رسنۍ کنټرولوي؟ د امریکا غږ په حایل خپرونه کې دا اونۍ په افغانستان کې د ژورنالیستانو او ازادو رسنیو په وضعیت بحث شوی.
د روسیې او امریکا د دفاع وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړي
د روسیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۱ (تلې ۲۹) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه
د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.