ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
کرکټ؛ د افغانستان-سري لانکا دویمه لوبه د باران له کبله بې نتیجې ختمه شوه
د سري لانکا د کینډي په ښار کې د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو دویمه سیالي د باران له کبله بې نتیجې پای ته ورسېده. دا سیالۍ د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته د مستقیم ورتګ لپاره کېږي چې هر بري سره لوبډلې ته ۱۰ نومرې ورکول کېږي، په دې ترتیب د افغانستان او سري لانکا د لوبې ۱۰ نومرې په دواړو لوبډلو باندې مساوي ووېشل شوې. افغانستان لومړۍ لوبه ګټلې وه او په دویمې لوبې کې یې نن یکشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ ۶) کوربه ټیم ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه، خو د سري لانکا د توپ وهنې په وخت بیا باران وشو او له ۲.۴ اورو وروسته لوبه نا تمامه اعلان شوه. په نننۍ لوبه کې د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي پچه وګټله او د لومړي بیټینګ کولو پرېکړه یې وکړه. رحمان الله ګربز په ۷۳ توپونو له ۶۸ منډو کولو وروسته وسوځېد. رحمت شاه ۵۸ او محمد نبي ۴۱ منډې وکړې. د افغانستان د توپ وهلو په برخه کې نن ابراهیم ځدران او نجیب الله ځدران ښه و نه ځلېدل، دواړه له لسو لږ منډو کولو وروسته وسوځېدل او همدا یو لامل ګڼل کیږي چې افغانستان نن مقابل لوري ته د جمعې د ورځې د لوبې په پرتله، ټیټ هدف وټاکه. د ۲۰۲۳ کال د کرکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لوبې په هند کې کېږي. ددغه جام دپاره هند او د سر اووه نور هېوادونه په اتومات ډول په لوبو کې برخه لري. دوه ټیمونه له جام وړاندې د غوراوي په لوبو کې د پواینټونو د شمېر له مخې ټاکل کیږي تر څو نړیوال جام سیالیو ته لار مومي چې افغانستان او سریلانکا هم پدې کتار کې راځي.
د فوټبال نړیوال جام؛ کوستاریکا جاپان او مراکش بلجیم ته ماتې ورکړه
د قطر د ۲۰۲۲ د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې نن یکشنبه نومبر ۲۷ (لړم شپږمه) د کوستکاریکا ملي ټیم د جاپان ټیم ته یو د صفر په مقابل کې او د مراکش د فوټبال ملي ټیم د بلجیم د فوټبال ملي ټیم ته دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.
د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
د ایت الله علي خامنه يي خورزه د 'رژیم ضد څرګندونو له کبله' نیول شوی
له ایران څخه راپورونه وايي چې د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي خورزه فریده مرادخاني د رژیم په ضد څرګندونو له کبله نیول شوې ده.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
امریکا، کاناډا او بریتانیې کې د افغان ښځو په ملاتړ لاریونونه کيږي
د امریکا، برتانیې او کاناډا په څو ښارونو کې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په هدف نن یکشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ ۶) لاریونونه ترسره کیږي.
ایران کې د یو بانک مدیر 'سر لوڅې' ښځې ته د بانکي خدماتو له کبله له کاره ګوښه شو
د ایران د قم ولایت د یو بانک مدیر له یوې ښځې ته چې حجاب یې نه درلود د خدمتونو د وړاندې کولو له امله له دندې ګوښه کړای شوی دی. دا پداسې حال کې دي چې په ایران کې د سپټمبر په میاشت کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوې مظاهرې اوس هم روانې دي.
متقاعدین: زموږ حقوق نه دي راکړل شوي؛ د طالبان مالیې وزارت: د مشرتابه د هدایت په تمه یو
د افغانستان د تیرو حکومتونو د تقاعد شوو مامورینو د حقوقو ځنډېدو په اړه د انتقادونو سره هم مهاله، د مالیې وزارت د متقاعدینو د حقوقو ورکولو په برخه کې د یوې طرحې چمتو کېدو خبر ورکوي او وايي چې په دې اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د امر په تمه دي.
نیکلاسن: د طالبانو لخوا عام محضر کې د ښځو او نارینوو په درو وهلو حیران شوی یم
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په لوګر ولایت کې د طالبانو حکومت لخوا د درې ښځو په ګډون د ۱۴ کسانو په درو وهلو ته غبرګون کې ویلي چې د طالبانو دغه پرېکړې حیران کړی (وېرولی) دی.
د کوریا مشر: هدف مو د نړۍ تر ټولو ځواکمن اتومي ځواک لرل دي
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي د هیواد نهایي هدف یې دا دی چې د نړۍ تر ټولو قوي اتومي ځواک ولري.
لندن کې د افغان میرمنو په ملاتړ لاریون کیږي
ټاکل شوې یکشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ۶) د انګلستان په پایتخت لندن کې زرګونه کسان لاریون وکړي او د دې هیواد د حکومت څخه وغواړي د هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې غواړي هیواد پریږدي.
ارجنټانین مکسیکو ته ۲- صفر ماتې ورکړه او د نړیوال جام څخه د حذف کیدو څخه بچ شوه
د ارجنټاین لوبډلې شنبه نومبر ۲۶ (لیندۍ۵) د ورځې په وروستۍ لوبې کې د مکسیکو لوبډلې ته ۲- صفر ماتې ورکړه او پدې سره یې وکړی شو په روانو سیالیو کې د پاتې کیدو لپاره خپل چانس لا ډیر کاندي.