یوناما: طالبانو سره د رسنیو د کارکوونکو د خپل سر نیونو د پای ته رسیدلو لپاره کارکوو
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" د طالبانو د بند څخه د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي خوشې کیدو هرکلی کړی دی.
بایډن: د اسرائیل او اوکراین سره مرسته د امریکا د امنیت لپاره حیاتي ده
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر اسرائيل ته له خپل سفر وروسته خپل ولس ته په وینا کې وویل چې په روانو جګړو کې د اسرائیل او اوکراین کامیابي « د امریکا د مليامنیت لپاره» مهمه او حیاتي ده.
جرمني د غزې له ولسي خلکو سره ۵۰ میلیون یورو مرسته کوي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې۲۷) د غزې تړانګې له ملکي خلکو سره د ۵۰ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
امریکا پاکستان او نورو ته: د خوندیتوب په لټه افغانانو سره بشري همکاري وکړئ
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو څخه غوښتي دي چې هغو افغانانو ته خپله خاورې کې د داخلېدو اجازه ورکړي د خوندیتوب په لټه دي. n
طالبانو له چین څخه غوښتي چې د 'یو کمربند، یوه لار' نوښت کې یې شامل کړي
د طالبانو حکومت غواړي چې د چین د ولسمشر شي جینپینګ د «یو کمر بند، یوه لار» په نوښت کې شامل شي او وايي په دې اړه به د خبرو لپاره چین ته یوه تخنیکي ډله واستوي.
ملګرو ملتونو غزې ته "په چټکه توګه" د بشري مرستو د رسیدو غوښتنه وکړه
په داسې حال کې چې پر غزې د اسرائیلو غچ اخیستونکي بریدونه دوام لري، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، غزې ته د بشري مرستو د "چټک او بې خنډه" رسیدو غوښتنه وکړه.
متحدو ایالتونو خپلو اتباعو ته د امنیت په اړه خبرداری ورکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، اکتوبر ۱۹ د نړۍ په لر او بر کې امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې داسې احتمال شته چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له امله چې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د مخ په زیاتیدونکي کړکیچ لامل شوی دی، د امریکایانو پر ضد د تاوتریخوالي کچه هم لوړه شي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
پاکستان څخه د افغان مهاجرنیو د شړلو پرېکړه - سپینې خبرې
د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د کارپوهانو یوې ډلې په بیړني ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې لغوه کول غوښتي. ایا پاکستان به نړیوالو فشارونو ته په پام خپله پرېکړه بدله کړي؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.
امریکايي پخواني دپلوماتان پاکستان ته: امریکا کې د بیا مېشتیدو پر شرایطو برابر افغانان مه شړئ
نږدې ۸۰ پخوانیو امریکايي ډپلوماټانو او د هغو موسسو استازو چې په امریکا کې د افغان کډوالو د مېشتېدو په برخه کې کار کوي، په یو پرانیستی لېک کې د پاکستان د حکومت څخه غوښتي، چې هغه زرګونه افغان اتباع بیرته افغانستان ته ستانه نه کړي
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د منځني ختیځ کړکېچ او د امریکا دریځ – د اشناخپرونه
د امریکاغږ اشنا ټلویزیون د پنجشنبې په خپرونه کې پر غزې تړانګې د اسرائیل د بریدونو تازه حال اورئ. د افغانستان پر وضعیت د نړۍوالو اندېښنې شریکوو او په جرمني کې د افغانستان د نجونو فوټبالرانو د نوي ژوند او ورزشي هڅو راپور هم ګورئ.
اروپايي ټولنې د ۲۰۲۳ کال د سخاروف جایزه مهسا امیني ته ورکړه
اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۹(تلې۲۷مه) د بشري حقونو لپاره د سخاروف کلنۍ جایزه ۲۲ کلنۍ ایرانۍ کردۍ مېرمنې مسها امیني ته ورکړه، چې تیر کال د ایران د ارشاد پولیسو په توقیف کې مړه شوه.