د امریکا د ولسي جرګې د نوي رئیس د ټاکلو لپاره رایه اچونه کیږي
ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبې، د اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰مه) د امریکا د متحدو ایالتونو په ولسي جرګې کې د خلکو استازي، د دې جرګې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه ورکړي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د جرمني صدراعظم: ایران د حماس د بریدونو مسئولیت پر غاړه لري
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز، د اکتوبر ۱۲ (تلې ۱۹مه) وویل، له حماس سره د ایران مرستې دغه ډله ددې جوګه کړه چې پر اسرائیلو د تېرې اوونۍ بریدونه ترسره کړي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستو څرنګوالی - اشنا خپرونه
د خوړو نړیوال پروګرام د نړیوالې ټولنې څخه د هرات د زلزله ځپلو لپاره د مرستو د برابرولو غوښتنه کړې. د اسراییل او حماس د جګړې د شپږمې ورځې تازه جزئیات او نور سیمه ییز او نړیوال خبرونه د امریکا غږ پدې خپرونه کې کتلای شئ.
د هرات زلزلې ددغه تاریخي ښار پر تاریخي آبداتو څه اغېز کړی؟ اتصال
د خپرونې په لومړۍ برخه کې د تاریخي او لرغونو سیمو د ساتنې او مسلکي بیارغونې د اړتیا تر څنګ، د هرات پر آبداتو د وروستیو زلزلو اغېز څېړو. د خپرونې په دوهمه برخه کې د قوش تیپې د کانال د لومړي پړاو پر تخنیکي او دغه راز سیاسي څرنګوالي بحث لرو.
بریتانیا د خپلو دپلوماتانو کورنیو ته ویلي چې له اسرائیلو ووځي
د بريتانيا حکومت د پنجشنبې په ورځ، اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰مه) ويلی، چې د امنيتي اندېښنو له امله يې په اسرائيلو کې د خپلو دپلوماتانو کورنيو ته لارښونه کړی چې له دغه هېواده ووځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل ته تللی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰) په اسرائیل د حماس د ناڅاپي برید وروسته، د دغه هېواد سره د پیوستون ښودلو لپاره تل ابیب ته ورسید.
اسرائیل: پر غزې ځمکني برید ته تیاری نیسو
د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰) وویل چې په غزې تړانګه کې د حماس پر وسله والو د ځمکې له لارې برید لپاره تیاری نیسي خو د دغه هیواد سیاسي مشرانو تر اوسه په دې اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې.
ملګروملتونو او جاپان د افغان میرمنو ځواکمنیدو لپاره یوه دوه کلنه پروژه پیل کړې
د ملګروملتونو د انکشاف نړیوال پروګرام (UNDP) وايي، چې په افغانستان کې د خصوصي سکټور له لارې د جاپان د حکومت په ملاتړ د ښځو د اقتصاد د پیاوړي کیدو لپاره یې یوه دوه کلنه پروژه پیل کړې ده.
افغانستان د اسیا فوټسال جام ته لاره وموندله
په سعودي عربستان کې د اسیا فوټسال جام ته د لارموندنې د سیالیو په لړ کې د چهارشنبې د ورځې ماښام اکتوبر۱۱( تلې ۱۹) د افغانستان خپله درییمه لوبه د ماکایود ټیم څخه په لوی توپیر وګټله اود اسیا فوټسال جام ته یې لاره وموندله.
خوړو نړیوال پروګرام: د هرات زلزله د ناورین په سر بل ناورین دی
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د هرات په ولایت کې د شنبې د ورځې زلزله او ددغې زلزلې وروسته ټکانونه د یو ناورین پر سر بل ناورین په توګه یاد کړي او د نړیوالې ټولنې څخه یې افغانانو ته د مرستو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
د ایران ولسمشر او د سعودي ولیعهد د دپلوماتیکو اړیکو له رغیدو وروسته د لومړي ځل لپاره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د سعودي عربستان ولیعهد، محمد بن سلمان د چهارشنبه په ورځ، د اکتوبر ۱۱( تلې۱۹مه) د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د وروستي شخړې په اړه ټیليفوني خبرې وکړې.
امیري افغان نجونو ته: خپلې هیلې له لاسه مه ورکوئ
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې، رینا امیري د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې یو ځل بیا له افغان نجونو خپل ملاتړ څرګند کړی او له هغوی یې غوښتي چې هیلې له لاسه ورنکړي.