پاکستان هغه افغانان نه باسي چې په امریکا کې بیا میشتیدو ته په تمه دي
د پاکستان حکومت پداسې حال کې چې د غیرقانوني مهاجرت پر وړاندې مبارزه کوي، خپلو مقاماتو ته امر کړی هغه افغانان چې امریکا ته د تللو انتظار باسي، ونه نیسي.
ایران ته د طالبانو د یو لوړپوړي پلاوي سفر - سپینې خبرې
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، چې ملا عبدالغني برادر، نن شنبې نومبر څلورمه د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی. دغه پلاوی د ایران د چارواکو سره ، د دوه اړخیزو اړیکو، تجارت او ترانزیتی مسایلو په ګډون په یو لړ موضوعاتو غږیږی. پداسې حال کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري، د طالبانو حکومت تر کومه بریده په ایران کې د افغان کډوالو د ورته برخلیک په اړه اندېښمن دی؟
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
اسرائیل د اوربند څخه ډډه کوي- د اشنا خبري خپرونه
د امریکا غږ، اشنا د شنبې په خپرونه کې؛ په پاکستان کې د افغانو خبریالانو د اېستلو، د اوربند سره د اسرائیل د مخالفت او د کرکټ لوبو په هکله مهم راپورونه لرو.
د حماس-اسرائیل جګړه؛ بلیکن ترکیې ته سفر کوي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) ترکیې ته سفر کوي چې د غزې تړانګې د اوسني وضعیت په اړه د هغه هیواد له چارواکو سره وګوري.
د اسرائیل او حماس جګړه - یوه موضوع څو زاویې
په داسې حال کې چې د حماس پر ضد د اسرائیل بریدونه ادامه لري، په غزه کې د وژل شویو ملکي خلکو شمېر زیات شوی دی او سلګونه زره کسان بې ځایه شوي دي. د دې جګړې د دوام په وجه، متحده ایالتونو کې اسلامي مرکزونه، کنیسې او حتې د یهودانو ښوونځي هم له ګواښ سره مخامخ شوي دي. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ روانې جګړې ته کتنه شوې ده.
بو علی سینا
د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.
د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو د حکومت یو پلاوی ایران ته تللی
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي چې ملاعبدالغني برادر د شنبې په ورځ نومبرڅلورم(لړم ۱۳) د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ د ایران د حکومت په بلنه دغه هیواد ته په سفر تللی دی.
بې پولې خبریالان: له پاکستان څخه د افغان خبریالانو شړل د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي
د بې پولې خبریالانو سازمان وايي چې د پاکستان د حکومت له خوا د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو د روان بهیر په لړ کې په دغه هیواد کې میشت له دوو سوو څخه زیات افغان خبریالان هم په جبري ډول د شړلو د خطر سره مخ دي.
پاکستان پوځ: میانوالي کې هوايي ځواکونو په مرکز برید په شا تمبول شوی
د پاکستان پوځ ویلي چې د ددغه هیواد د پنجاب د ایالت د میانوالي په ښار کې د هوايي ځواکونو په یو مرکز باندې د وسله والو بریدګرو یو برید یې شنډ کړی دی.
د اسرائیل – حماس جګړه : بلینکن د ۵ عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ګوري
پداسې حال کې چې اسرائیل د غزې په تړانګې کې د حماس ډلې پر ضد بریدونو ته زور ورکړی، ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د شنبې په ورځ د پنځو عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
نیپال کې په زلزلې کې لسګونه کسان مړه شوي
په نیپال کې چارواکي وایي پدې هیواد کې جمعه نومبر ۳ (لړم۱۲) په زلزلې کې چې شدت یې ۵.۶ درجې ښودل شوی، لږ تر لږه ۵۶ کسان مړه شوي.
بلوچستان کې ۱۴ پاکستاني سرتیري وژل شوي
د پاکستان پوځ جمعې نومبر ۳ (لړم۱۲) تائید کړه چې یاغیانو د بلوچستان په ولایت کې په یو کمین کې ددې هیواد لږ تر لږه ۱۴ سرتیري وژلي دي.