لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
نیپال کې په زلزلې کې لسګونه کسان مړه شوي
په نیپال کې چارواکي وایي پدې هیواد کې جمعه نومبر ۳ (لړم۱۲) په زلزلې کې چې شدت یې ۵.۶ درجې ښودل شوی، لږ تر لږه ۵۶ کسان مړه شوي.
بلوچستان کې ۱۴ پاکستاني سرتیري وژل شوي
د پاکستان پوځ جمعې نومبر ۳ (لړم۱۲) تائید کړه چې یاغیانو د بلوچستان په ولایت کې په یو کمین کې ددې هیواد لږ تر لږه ۱۴ سرتیري وژلي دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د حزب الله مشر پر لبنان د اسرائیل د بریدونو په وړاندې خبرداری ورکړ
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د جمعې په ورځ نومبر ۳ (لړم ۱۲) په لبنان باندې د اسرائیل د بریدونو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې «ټول انتخابونه» د میز پرسر دي او «د څرګندې شخړې احتمال حقیقي دی».
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
له پاکستان څخه د ستنېدونکو افغانانو ستونزې - سپینې خبرې
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دوام لري. افغانستان ته په ډله ییز ډول ستنېدونکو کډوالو ته د مرستو د کمښت او بشري بحران په اړه اندېښنې ښودل شوي. د ممکنه بشري بحران مخنیوی څنګه کیدای شي؟
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان بریاوې - حایل
د کرکټ د نړیوالې شورا په وینا، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ کال وروسته چې هیڅ لوبه يي نه وه ګټلې، اوس په ۲۰۲۳ کال کې یوازی د څلور لوبډلو شاته دی، چې لمړی مقام خپل کړي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کامیابۍ راز په څه کې دی؟ څنګه تر دی ښه لوبیدی شي؟ څه ډول ملاتړ ته اړتیا لري؟ او داسی نورې پوښتنې د حایل ددې اونۍ په بحث کې د میلمنو سره مطرح شوي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د کډوالو ایستلو په غبرګون کې پاکستان ته د طالبانو د رئیس الوزرا خبرداری - دېرش دقیقې
د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د پاکستان څخه د ستنیدونکو افغانو کډوالو سره د پاکستاني امنیتي منسوبینو د ناسم چلند په اړه خپرو شویو رپوټونو ته په غبرکون کې پاکستان ته خبرداری ورکړی دی. د دېرش دقیقو په دغه خپرونه کې ددغه خبرداري او د کډوالو د وضعیت په اړه د بحث سربېره، په غزې تړانګه کې وضعیت هم ارزول کېږي.
افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې هالنډ ته ماتې ورکړه
د کرکټ په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۲) افغانستان هالنډ ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
اردوغان په غزه کې د 'بشر ضد جرمونو' د دریدو په خاطر د اوربند غوښتنه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د نومبر په دریمه (لړم ۱۲) د اسرائیل او حماس ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په غزه کې د «بشریت ضد جنایت» باید ودرول شي.
د کډوالو سره مرسته - ژوند په امریکا کې
د دې اونۍ د ژوند په امریکا کې په خپرونه کې په ویرجینیا کې د یوې خیریه موسسې څخه لیدنه کوو چې د کډوالو سره مرسته کوي او په بشپړه توګه د رضاکارانو لخوا پرمخ وړل کیږي.