شاته

د چا اتلان چې طالبان وي ملاله د هغويي اتله نه شي کیدی:فعالان

بشرپالان، روڼ پالي څېړونکي او کیڼ پالي سیاست دانان ګڼي د نوبل انعام ګټونکې پښتنې پېغلې ملالې یوسفزۍ سره په پاکستان کېناخوښه چلن په سرکاري کچه سخت دریځه بیانېې ته د ودې ورکولو په وجه کېږي. د فعالانو په اند د چا اتلان چې طالبان وي ملاله د هغويي اتله نه شي کیدی.

وتلی پوهان او سیاست دان خادم حسېن ګڼي په پاکستان کې وخت په وخت د ملالې په ضد څه نه څه ګنګوسې په شعوري توګه خپرېږي چې وجه یې دا ده​ په پاکستان کې سخت دریځه فکر ته شعوري وده ورکړی شوې ده:

"ملاله د امن خبره کوي او دلته د امن په ضد او د تشدد په حق کې او ترهګرۍ په حق کې یو ډېر لوی کمپېن په میډیا چلېدلی دی، هغه نصابي کتابونو کې هم شته”

د پنجاب صوبې د سرکاري تعلیمي نصاب جوړونکې ادارې وس په هغه کتاب هم پابندي ولګوله چې د ملالې عکس پکې د نورو اتلانو سره یو ځای ښودل شوی ؤ.

د ملالې کردار په نوره نړۍ کې د یوې سپېځلې اتلې دی خو د هغې په خپل وطن پاکستان کې یو شمیر خلک د هغې کردار ته د شک په سترګه ولې ګوري؟ ددې تپوس په ځواب کې د بشري حقونو لپاره کارکونکې بشرپاله ګلالۍ اسماعیل وايي ددې دوه علتونه دي:

"یوه وجه خو دا ده که هغويي دا اومني چې ملاله یوسفزۍ یوه بهادره جینۍ ده…نو ظاهري خبره ده هغويي له به دا خبره هم منل وي چې د هغويي په خپل ملک کې ملاله یوسفزۍ محفوظه نه"

د ګلالۍ په خیال د ملاله نه د کرکې بل علت دا دی چې هلته جینکې د مټ لاندې ساتل کېږي او هغويي نه غواړي ملاله د هغويي د لوڼو رول ماډل شي.

هم دغه تپوس چې د وي او ای اردو سره په خبرو کې د پاکستان د یو کالم لیکونکي هارون رشید څخه وشو نو د هغه ځواب ؤ، دا ځکه چې ملاله باچاخان او ګاندي خپل اتلان ګڼي، هارون رشید وايي د هغې ځیني نورې خبرې هم متنازعه دي. د هارون رشید په خیال د باچا خان او ګاندي مننونکې ددوي اتله نه شي کېدلې.

باچا خان او ګاندي په تشدد یقین نه ساتلو.

پښتنه سیاست مداره او فعاله بشرا ګوهر وايي په پاکستان کې په شعوري توګه خلک کرکې او تشدد ته هڅول کېږي:

"پاکستان کې مونږ ګورو چې هیروز طالبان دي او ملاله کله هم د پاکستان هیرو نه شي کیدلی ځکه چې هغه د جینکو د حق خبره کوي هغه د امن خبره کوي، او باچاخان خپل هیرو ګڼي”​

خپله د پاکستان د اصلاعاتو د چارو وزیر فواد چودري وايي دې حېرانه ده چې په پنجاب کې د ماشومانو د تعلیم د مستقبل فېصلې د داسې خلکو په لاسونو کې دي چاچې خپله یو کتاب هم نه دی ویلی. د پاکستان د یو شخصي ټي وي جیو سره په دې موضوع په خبرو کې ښاغلی چودري وايي د ملالې د تصویر په سر په کتاب پابندي د بدبختۍ خبره ده.

خو په سېنېټ کې د وېنا په وخت د پاکستان پیپلز ګوند ېوې مشرې سنیټر شیري رحمان وویل وزیران باید په دې خبره د افسوس په ځای عملي ګامونه واخلي، هغې تپوس وکړو چې که د واکمن ګوند د وزیرانو خبره نه منل کېږي نو د هیواد واک د چا سره دی؟ شیري رحمان دا هم تپوس وکړو چې په نړې کې جینکو د حقونو لپاره کارکونکې که اتله نه ده نو څوک مو اتلان دي؟

په کال 2019 کې هم د ملالې کتاب په پاکستان کې په خپرېدلو پابندي وه. البته د ملاله په ضد د چاپ شوي کتاب ای اېم ناټ ملاله نه یواځې خرسېږي بلکې د کتاب چاپ کونکې د سرکاري وزیرانو او سیاست مدارانو سره په ګډه د کتاب تشهیر هم کوي کوم ته چې په سرکاري او غیر سرکاري مطبوعاتو کې بشپړ ځای ورکول کېږي.

د فعالانو په خیال د پاکستان په اوسنۍ ټولنه کې د بشري حقونو او د ښځو د برابرۍ لپاره غږ پورته کونکیو په ځانګړې توګه روڼ پالې ښځو ته تل د مذهب او نرواکۍ له رویه کتل کېږي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-