د خوست ولایتي شورا غړې د طالبانو لهخوا د تښتول کېدو او راخوشې کېدو کیسه کوي
د خوست د ولایتي شورا غړې زهره جلال وایي، خپلې دندې او کارونو ته به دوام ورکړي.
زهره جلال چې پرون سې شنبه ورځ د کابل-خوست له عمومي لارې د لوګر ولایت په اړوند سیمه کې وسلهوالو طالبانو ګرځولې وه، تېر ماښام ناوختهیې خوشې کړه.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم پرون ماښام ازادي راډيو ته تأیید کړه چې د دې ډلې غړو مېرمن جلال له ځان سره بيولې وه، خو ماښامیې بېرته له خپلو پنځو اولادونو سره ازاده کړه.
نوموړې دا مهال خپل کور ته رسېدلې ده.
په خوست کې د ازادي راډیو خبریال له زهره جلال سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې دا پېښه څنګه رامنځته شوه؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: