شاته

څېړونکي:دپاکستان افغان تګلاره افغانستان کې یوازې دهند دمخنیوي نه چورلي

په پاکستان کې وتلی څيړنکار پرويز هود بائي وايي پاکستان تل خپلو ګټو ته افغانستان کې په بل نظر کتلې دي، يو دا چې پاکستان په افغانستان کې دهند دنفوذ مخه په طريقه ونیسي، چې هند د افغانستان زمکه د پاکستان پرضد ونه کاروي، او دا پاليسي د جنرال اسلم بېګ له وخته راروانه ده.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري تیره ورځ خبريالانو ته ويلي چې پاکستان دافغانستان په بدلیدونکي وضعیت ژور نظر لرلی دی اؤ هڅه کوي چې کابل کې په سوله ییز ډول دټولو خواؤ په خوښه یو داسې حکومت جوړ شي چې په وړاندې تګ وکړی شي.

خو هغه بیا زیاته کړې که چرې داسې ونه شول نو هم به پرې نه ښودل شي چې ددې بدې اغېزې تر پاکستان راورسیږي.

په پاکستان کې وتلی څيړنکار پرويز هود بائي وايي پاکستان تل خپلو ګټو ته افغانستان کې په بل نظر کتلې دي، يو دا چې پاکستان په افغانستان کې دهند دنفوذ مخه په طريقه ونیسي، چې هند د افغانستان زمکه د پاکستان پرضد ونه کاروي، او دا پاليسي د جنرال اسلم بېګ له وخته راروانه ده.

"مونږ دا نه ګورو چې د افغانانو ګټه پکې شته که نه؟ په هغوئ به څه ظلم کيږي، افغانانو وړاندې هم ليدلي چې د طالبانو په وخت کې پرې څه تېر شوي دي، مونږ افغان پاليسۍ ته په دغه نظر نه ګورو"

دنوموړي په وینا "مونږ یوازې دې ته ګورو چې څنکه په افغانستان کې دهند مخه ونیسو اؤ فقط دا يو څيز دی چې پاکستان پرې د افغانستان په اړه خپله تګ لاره ټاکلې ده"

په نزديو کې په افغانستان کې د تشدد پېښو سېوا کيدو سره په پاکستان کې د حکومتي چارواکو لخوا بېلا بېل بيانونه مخې ته راغلي ځینې وزيران يي دا مني چې دافغان طالبانو کورنۍ پاکستان کې دي او کله کله د علاج د پاره هم پاکستان ته راځي.

دپاکستان ځېنې وزیرانو پخپلو بیانونو کې دطالبانو ستاینې هم کوي او په پاکستان مطبوعاتو کې د افغان طالبانو دګټې خبرونه هم په بشپړ اهتمام سره خوريږي خو ددې ترڅنګ دپاکستان په یو شمیر ټي وي چینلو دطالبانو د ویاندویانو مرکې هم پرله پسې خپرېږي.

څيړونکی او دپېښور پوهنتون استاذ جميل چترالي وايي افغانستان لپاره دپاکستان تګلاره مبهمه ښکاري ځني قوتونه دطالبانو په شکل کې قبضه او ځني د جمهوري قوتونو بریا ته دپاکستان د کاميابۍ په معنا ګوري.

"پاکستان دپاکستان پرضد دجګړه کوونکو او افغانستان د افغانستان پرضد دجګړه کوونکو طالبانو په اړه تشويش لري او راتلونکي وخت کې به د پاکستان پاليسي نورا هم واضحه کړې"

پاکستان باندې د وړاندې نه د افغان طالبانو د مرستې تورونه لګي، دلته دطالبانو دکوټې او پېښور دشوراګانو دشتون په اړه په ميډيا کې خبرونه مخې ته راځي،

پخوانی د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور په کوټه کې د ډرون بريد کې وژل شوی ؤ او بيا يې کراچۍ کې اثاثې هم ښکاره شوې وې.

دغسې پېښور نه هم وخت په وخت دطالب کمانډرانو د هدفي وژنو رپورټونه مخې ته راځي.

خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک وايي چې افغانستان کې امن د دواړ هېوادونو په ګټه دی.

پاکستان تل په افغانستان کې د لاس وهنې تورونه رد کړي دي، د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري ویلي یوازې دافغانستان په امن کې به برخه وال وي اؤ نور به دهیڅ رقم شخړې برخه نه جوړیږي.

نوموړي ويلي پاکستان دخپل نفوذ څخه په استفاده طالبان امریکه سره مذاکراتو ته کښېنول،بیا یې هغه حکومت سره طالبان خبرو ته اماده کړل چې طالبان یې منلو ته هم تیار نه وؤ.

خو په دې وروستیو کې دپاکستان صدر عارف علوي،دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي،شیخ رشید اؤ فواد چوهدري دطالبانو په پلوۍ ځېنې داسې څرګندونې کړي چې په ټولنیزو رسنیو ورته سخت غبرګون ویل شوی اؤ دحکومت داتګلاره یې دافغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بللې ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی