شاته

ترکي وایي دکابل هوایي ډګر په امنیت یې امریکا سره خبرې روانې دي،خو لا پرېکړه نه ده شوې

په پاکستان کې دترکې سفیر احسان مصطفی یرداکل ویلي افغانستان څخه د امریکایي او اتحادي ځواکونو له وتلو وروسته دکابل پر هوایي ډګر دامنیت ذمه واریو ته د دوام ورکولو په اړه د ترکې او امریکا خبرې اترې روانې دي او په دې اړه څه پریکړه تر اوسه نه ده شوې.

خو هغه وایي دا خبره واضحه ده چې ترکي په افغانستان کې څه پټه ایجنډا نه لري.

"مونږ یو باثباته، خوشحاله او پرامنه افغانستان غواړو او په افغانستان کې د ترکیې رول به هرکله د افغانانو او د افغانستان د ثبات او خوشحالۍ دپاره وي"

اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته د وینا په مهال د ډیوه د یوې پوښتنې په ځواب کې په پاکستان کې دترکي سفیر وویل که چرې ترکې ته د افغانستان د کابل هوایي ډګر دامنیت ساتنې ذمه واري ورکړی شوه نو د طالبانو په شمول هر لوري ته یاد ساتل پکار دي اؤ باید په دې پوهه وي چې دغه هوايې ډګر خلاص ساتل د طالبانو په ګډون د هر افغان وګړي او افغان حکومت په ګټه دي.

بل پلو ته طالبانو د سه شنبې په ورځ د یو بیان د لارې د ترکیې دغه وړاندېز در کړی او خبرداری یې ورکړی چې خپل ځواکونه دې د اتحادي ځواکونو سره سم له افغانستانه وباسي-

د طالبانو بیان کې ویل شوي د ترکیې لخوا په افغانستان کې دخپل شتون پراخولو په اړه پریکړه غیرعادلانه ده "زموږ د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا او زموږ د ملي ګټو خلاف کار دی چې دغندلې وړ ده"

ددفاعي چارو څیړنکار بریګیډیر (ر )سید نذیز ډیوه ته وایي د طالبانو بیانیه ده چې په افغانستان کې یو بهرنی سرتیری هم پاتې نه شي، که چرې د ترکې ځواکونه پاتې شي نو بیا دا لار خلاصیږي.

دهغه په وینا طالبان دا اندیښنه لري که سبا له په افغانستان کې څه مسله جوړیږې نو ددغه اصولونو لاندې د ملګرو ملتونو یا د اسلامې ملکونو له اړخه نور پوځ راتللی شي،او ددې سره په افغانستان کې د سولې پروسه کې د یو بهرنې هیواد اثر کیدې شې چې دوئ یې نه غواړې.

په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان په دې اړه وایي،طالبانو سره دشوي تړون له مخې ټول بهرني ځواکونه، مامورین او انتظامي خلک به دافغانستان څخه اوځي.

"نو طالبان کڼي چې د ترکي ځواکونو پاتې کیدل به د بهرنیو ځواکونو افغانستان کې دپاتې کیدو دوام وي"

هغه وایي چې د طالبانو دترکیې سره اړیکې هم څه ښې نه دي پاتې شوې او طالبانو د ترکي کانفرنس کې د ګډون څخه هم دوه ځله انکار کړی ؤ نو په داسې حال کې به دترکي خواکونه پاته کیدل ګرانه وي.

د ترکیې صدر رجب طیب اردوان په جون کې کیدونکې د ناټو په غونډه کې د حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر دساتنې وړاندیز کړی ؤ.

څېړونکي وایي د کابل پر دغه هوایی ډګر امنیت د افغانستان څخه د ډیپلوماټیک ماموریت دعملیاتو دپاره په داسې حال کې خورا مهم دی کله چې امریکایي او اتحادیي ځواکونه له افغانستانه وځي.

د ترکې ځواکونه که څه هم په افغانستان کې دیوې مودې راهسې د اتحادي ځواکونو برخه دي خو په جګړه کې یې نیغ په نیغه برخه نه ده اخستې.

ویل کیږې چې د ترکې ددغه هوايې ډګر د پریښودو سره یوشمیر هوایي شرکتونه خپل فعالیتونه پرېښودی شي چې له امله په کابل کې دمیشت سفارت کارانو او امریکایي او اتحادي ځواکونو د تګ راتګ عمل د لویې خنډ سره مخ کیدی شي.