شاته

امریکا: د چین په جنوبي بحر کې د چین سمندرې ادعاګانې غیرې قانوني دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چین په جنوبي سمندر کې د چین د ملکیت ادعاګانې "غیرې قانونې" وبللې او زیاته یې کړه چې متحده ایالات پدې موضوع کې د جنوب ختیځې آسیا د هغو هیوادونو سره ولاړ دي چې د چین د زور او فشار سره مخامخ دي.

ښاغلي بلینکن دا څرګندونې نن چارشنبه جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) د اسیا د جنوب ختیځو هیوادونو د ټولنې یا آسین د بهرنیو چارو د وزیرانو یوې آنلاین غونډې ته کړیدي.

بیجنګ د چین په جنوبي بحر کې U ته ورته جنجالي سیمې په یو اړخیزه توګه خپل ملکیت بولي. ویتنام، مالیزیا، برونای، اندونیزیا او فلیپین چې ټول یې د آسین غړي هیوادونه دي د دې ملکیت ادعا کوي.

په سمندر کې د همدې جنجالي سیمو د لارې هر کال په زرګونو میلیاردو ډالرو سوداګري مالونه تیریږي.

دا آسین د ټولنې د غړیو هیوادونو سره د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت لومړڼۍ غونډه ده. دغو هیوادونو اندیښنه درلوده چې واشنګټن دې سیمې ته چې د چین د مخ په زیاتیدونکې ځواک سره د مقابلې لپاره مهمه ده، په کافي اندازه پام نه کاوه.

د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر هشام دین حسین هیله وښوده چې دا غونډه به په سیمې کې د امریکا د څو اړخیزې همکارۍ د ژمنو د تازه کیدو نښه وي.

هغه وویل، "مونږ پوهیدو چې څو اړخیزتوب د امریکا د پخوانۍ ادارې لپاره اهمیت نه درلود. خو دا چې د بایډن حکومت څو اړخیزه همکارۍ غوره کړې، ښه پرمختګ دی. "

ښاغلي حسین همدارنګه وویل چې همدا لار په سیمه کې د ثبات، سولې، نیکمرغۍ او امنیت لپاره یوازینۍ لار ده.

د بهرنیو چارو وزیر د دې ټولنې د ۱۰ غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته همدارنګه وویل چې امریکا د برما د وضعیت په هکله هم "ژوره اندیښنه"لري او ددې ټولنې د غړیو هیوادونو نه یې وغوښتل چې پدې هیواد کې د تشدد د پای ته رسولو او دیموکراسۍ اعاده کولو لپاره دې اقدام وکړي.