شاته

طالبانو دګڼو نورو ولسوالیو دنیولو دعوې کړي،تازه نښتو کې۱۴۳طالبان وژل شوي

دافغانستان په یو شمیر سیمو کې دطالبانو اؤ افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي اؤ دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وایي په دې تازه نښتو کې ۱۴۳ طالب وسله وال وژل شوي دي.

د یکشنبې په ورځ دافغانستان دکورنیو چارو وزارت پخپل یو بیان کې ویلي دطالبانو اؤ امنیتي ځواکونو ترمنځ دا نښتې په ننګرهار،کندهار،هرات،غور،فراه،سمنګان،هلمند،بدخشان اؤ کابل کې شوي دي.

په ټویټر د کورنیو چارو وزارت دعوه کړې ده چې افغان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو سره نښتو کې ۱۴۳ طالبان وژل شوي اؤ‌ ددې ترڅنګ ۱۲۱ نور ژوبل شوي هم دي.

په عین حال کې طالبانو هم دعوې کړي چې د روانو جګړو په مهال دهغوئ وسله والو بیلابیلو ولایتونو کې په ګڼو سیمو قبضې کړي اؤ وسلې اؤ مهمات یې ترلاسه کړي دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر لیکلي دکندهار پنجوایي دپکتیکا ولایت زیړوک،دفراه ولیات فراه رود ،دبدخشان کوب او کوهستان ولسوالۍ هم دطالبانو لاس ته لوئېدلې دي اؤ دولتي ځواکونه له دغو سیمو پشا شوي دي.

دطالبانو ویاند دعوه کړې چې اوس ددغو ولسوالیو مرکزونه اؤ شا وخوا سیمې په بشپړ ډول دطالبانو په لاس کې دي اؤ طالبانو ته په زیات شمیر وسلې اؤ مهمات هم په لاس ورغلي دي.

خو دافغانستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي طارق ارین بیا دطالبانو لخوا د ولسوالیو نیولو دعوې بې اساسه بللي اؤ وایي د یوې ولسوالۍ دمرکز نه دامنیتي ځواکونو بله سیمه کې پوزیشن نیول په دې معنا نه وي چې ګنې دغې ولسوالۍ سقوط وکړو.

طارق ارین په ټویټر لیکلي طالبان دسیمو پخپل واک کې دساتلو توان نه لري اؤ دهیواد دفاعي اؤ امنیتي خواکونه دهغوئ مخې ته ولاړ دي .

په افغانستان کې د نښتو دا تازه لړۍ وروسته له هغې چټک شوې چې امریکا اؤ ناټو د ستمبر د۱۱مې نیټې پورې افغانستان څخه دخپلو ځواکونو په بشپړ ډول د ویستلو اعلان وکړو.

افغان چارواکي تورونه لګوي چې دطالبانو ترشا دپاکستان پوځ اؤ استخباراتي ادارې ولاړې دي خو پاکستان دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په پاکستان دافغان چارواکو نیوکې دهغوئ دخپلو تګلارو ناکامي ښایي.