شاته

بلوچستان هايکورټ د عثمان کاکړ د مړينې د پېښې د عدالتي پلټنو دپاره دوه ججان نومولي

د پاکستان د بلوچستان صوبې هايکورټ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پخواني سېنېټر او صوبې د مشر عثمان خان کاکړ د مړينې د پېښې د عدالتي پلټنو دپاره دوه ججان نومولي دي.

د هايکورټ د اعلاميې ترمخه جسټس نعيم اختر افغان او جسټس نزير احمد لانګو به عدالتي پلټنې کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي او د صوبې سيکرټري عبدالرحيم زيارتوال وايي عدالتي کمېشن جوړ شو خو د دوی ګوند به اوس ګوري چې دغه کمېشن څه ډول پلټنې کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل اول خو د عثمان خان د سېنېټ وېنا ده، بيا د ډاکټرانو څرګندونې او بيا د احسان الله احسان بيان هم مخې ته راغلی دی، دوی دغه ټولې خبرې په نظر کې ساتي او ګوري به چې پلټنې څنګه کيږي.

په 23 جون د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د عثمان کاکړ د جنازې په مراسمو کې شریکو لسګونه زره کسانو ته په وینا ويلي وو، دا خبره فیصله شوې ده چې عثمان خان په ناجوړۍ نه دی مړ، د ناجوړۍ په دوران کې له ده سره ظلم، جبر او زیاتوب شوی دی.

عثمان کاکړ په 17 جون د کوټې په شهباز ټاون کې د کوره د بې هوشۍ په حالت کې روغتون ته وړل شوی او بيا يې په 21 جون په کراچۍ په اغا خان روغتون کې ساه ورکړې وه.

محمود خان اڅکزي ويلي وو، "د عثمان خان پېښه بالکل سمه د تشدد او وهلو پېښه ده، ما داسې شواهد ليدلي چې عثمان خان کور دی، یو سړی ننوتی او په منټ کې بیرته را وتلی دی او بیا څو کسان نور ور ننوتي دي، ته به یې پل وهې چې څوک ننوتی دی،‌ ما خو هغه دی لیدلی دی چې ننوتی دی".

ښاغلي اڅکزي ويلي وو، "که سم ايمانداره محقق وي د پارټۍ ملګري به هغه خپل مالومات ورته کېږدي چې دا سړی دلته څه کوي".

د بلوچستان صوبې وزیراعلا جام کمال په 27 جون د عثمان کاکړ د فاتحې دپاره د هغه کور ته ورغلی او هلته يې ویلي وو،

"مسلم باغ ته تر راتګ د مخه مې اړوندو چارواکو ته د عدالتي پلټنو (جوډېشل انکوایري کمېشن) لپاره خط لیکلی دی چې هغوی بیا د بلوچستان له هایکورټ سره په دې اړه نوره رابطه وکړي. د هایکورټ د کمېشن په حواله که تاسو نور څه ویل غواړئ، د بلوچستان حکومت هغه ته او هر ډول مرستې ته تیار دی".

پښتونخوا ملي عوامي ګوند احتجاجي مظاهرې هم اعلان کړي دي.

زيارتوال وايي دوی احتجاجي مظاهره د عثمان خان د پېښې د سوتره او کره پلټنو د غوښتنې او اولس ته د دغه پېښې د حقيقت ښکاره کولو دپاره کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​