شاته

د پرلت او لاريون ختمولو وروسته جاني خېلو د حکومت په استازيتوب جرګې سره رسمي خبرې پېل کړي

د جاني خېل قام او حکومت ترمینځه د وزیر قامي جرګې په مینځګړيتوب خبرې پېل شوي دا له هغې وووسته چې جاني خېلو د وژل شوي مشر ملک نصیب خان د مړي سره 28 ورځې احتجاجي پرلت کړی وو.

د بنو مرستیال کمشنر له دفتر جاري شوي بیان کې ویل شوي د وزیر قوم د احمدزو او اتمانزو قامي جرګې تیره ورځ د جاني خېل قام مشرانو سره لیدلي چې پکې يې یو شمېر غوښتنې کړي دي.

په دې غوښتنو کې د دوی سره شوې د وزيراعلا د دوی سره د ژمنو په ځای کول، د انټرنیټ بحالي، د احتجاج کونکوپرضد جوړې مقدمې خاتمه، مړو او زخمیانو سره امدادي مرستې، د پوځ په ولکه کې قد کسان خوشي کول او سرکاري ودانۍ سکولونه او کالجونه د پوځ نه خالي کول شامل دي.

د دې نه علاوه اسلام اباد ته د لاريون پرمهال د خراب کړی شوو موټر سایکلو او د ګاډو تاوان غوښتی شوی دی.

په بیان کې ویل شوي د جرګې وژل شوي یو تن ته 25 لکه روپۍ او ټپي ته 13 لکه روپو او پرلت پرمهال زخمي شوو یو تن ته یو لک روپو مرسته کولو پریکړه کړې وه.

ويل شوي مرستیال کمشنر به د جاني خېل سفر کوي او د تاوان جاج به اخلي، او د خبرو بل پړاو به د ګل د ورځې نه بيا پېل کيږي.

په بیان کې ویل شوي چې په راتلونکي کې د کومې نامناسبې پېښې په صورت کې ، جاني خېل قام به هیڅ احتجاجي پرلت نه کوي. که دوی کوم تحفظات ولري ، دوی به د دې ټاکل شوې جرګې غړو سره اړیکه نیسي. او جاني خېل قام به د حکومت پرضد ویناګانې نه کوي او سټیج به نه جوړوي.

د جاني خیل پرلت یو ګډوال لطیف وزیری وویل د دوی بنیادي غوښته د دوی سره د صوبې وزير اعلا محمود خان د مارچ په میاشت کې شوې معاهده په ځایی کول دي چې تر مخه یې د علاقې امنیت ټینګښت، د ناامنۍ مخنيوی، بې درکه شوي کسان خوشي کول او د څلورو تنکو هلکانو او د مشر د وژلو پیښې پلټنې کول او په دې پېښو کې ککړ کسان مالومول او د قانون منګولو ته راوستل دي.

هغه وویل دوی پرلت د يوې میاشت پورې ځنډولی دی که په یوه میاشت کې په غوښتنو يې عمل نه کیږي نو احتجاج د دوی ايیني او قانوني حق دی او دا پرلت به بیا پیل کړي.

په جاني خېلو کې په 30 مې قومي مشر ملک نصيب نامالومو کسانو په ډزو وژلی او د دغه پېښې وروسته بيا جاني خېل قوم احتجاجي پرلت پېل کړی او اسلام اباد ته يې لاريون روان کړی خو په بنو کې لاريون ودرول شوی وو.

دغو احتجاج کوونکو ويلي وو د مارچ په میاشت کې د څلورو تنکيو هلکانو د وژلو او د دغه پېښې وروسته د دوی سره د صوبې حکومت کړې ژمنې که پوره شوی او په علاقه کې د امنيت دپاره عملي ګامونه پورته شوی وی، په علاقه کې به د وژنو لړۍ ودرېدلې او دوی به احتجاجونه پرېښودي وو.

د سيمې خلک وايي دوی په تمه دي چې په علاقه کې د امنيت دپاره کلک ګامونه پورته شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.