شاته

پاکستان: د ملي امنيت د کمېټۍ په اته ساعته غونډه کې د افغانستان په اړه بحث شوی

د پاکستان د پوځ او استخباراتو لوړ پوړو مشرانو د بندو دروازو شاته د پارلیمان غړو ته د اته ساعتونو پورې احوال وړاندې کړی او ويلي يې دي دوی په طالبانو خپل اثر د لاسه ورکوي.

دوی ويلي د افغانستان سره په پوله د دفاع نظام قوي کوي په داسې کې چې د افغانستان نه امريکا ووځي او دغلته د تشدد پېښې سېوا شوي دي.

د زيارت/ پنجشنبې په ورځ په پارلیمنټ هاوس کې د ملي امنيت کمېټۍ ته په احوال وړاندې کولو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر لفټننټ جنرل فېض حميد احوال وړاندې کړی او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد پوښتنو ته ځواب ويلی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو د وزارت او د ليدنې د دننې سرچينو وي او اې ته ويلي، په غونډه کې پارلیماني کمېټۍ ته ويل شوي چې پاکستان هڅه کوي چې طالبان اماده کړي چې خبرو ته کښېني او شخړه ختمه کړي خو د دوی (پاکستان) په طالبانو اثر کميږي.

ويل شوي پاکستان د افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو عمل 90 فيصده پوره کړی دی.

پاکستان ګڼي که په افغانستان کې تشدد سېوا کيږي او کورنۍ جګړې نښلي نو په ملينونو کډوال به پاکستان پله راتلل پېل شي، په پاکستان کې چارواکي وايي د درې ملينه پورې افغان کډوال د وړاندې نه موجود دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د غونډي وروسته (اې ار وايي) ټي وي ته ويلي په غونډه کې په افغانستان تفصيلي خبرې شوي او په نورو موضوعاتو به زر بله غونډه راوبلل شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري پرون د دغه غونډې په اړه ويلي وو (نن به د دفاعي کمېټۍ غونډه کیږي د پوځ مشر او ادارو مشران به پکې ګډون کوي د کشمیر، افغانستان او کورني چېلنجونو په اړه به پکې احوال وړاندې کوي).

د پاکستان په پارلیمان کې د ملي امنيت د کمېټۍ غونډه په داسې حال کې شوې چې له دې يوه ورځ وړاندې وزيراعظم عمران خان قومي اسمبلۍ ته په وېنا کې ويلي وو پاکستان تل د امریکا سره په سوله کې همکار پاتې کېدی ښي خو نور به په هيڅ شخړه کې همکار نه وي.

نوموړي د افغانستان په اړه د امریکا سره د همکارۍ په اړه تفصيلي وينا کړې وه.

هم په دغه ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ویلي وو پاکستان په سمیه کې د سولې سره ولاړ هېواد دی او په سيمه کې د امن دپاره د پُل يا برج کردار ادا کولی شي.

جنرل باجوه ويلي وو د افغانستان د سولې بربادوونکي د سيمې د ثبات دپاره خطره ده.

امریکا د افغانستان څخه د 11 ستمبر د خپلو ځواکونو ويستلو اعلان کړی او د مې د مياشتې څخه په افغانستان کې د تشدد او بدامنۍ پېښو زور اخستی دی.

پاکستان تل دغه دريځ خپل کړی چې په افغانستان کې سوله غواړي او په دغه لړ کې يې تل د سهولت کار کردار ترسره کړی دی.

افغانستان تل د پاکستان نه د سولې په لړ کې د کردار غوښتنه کړې ده.

نزدې دوه اوونۍ وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني ويلي وو د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول مهم دی او په افغانستان کې سوله او جګړه د سیمې د بل هر هېواد په پرتله پر پاکستان زیات مثبت او منفي اغېز لري او پاکستان باید خپله ژمنتیا په عمل کې ثابته کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​