شاته

په قبايلي ضلعو، په خصوصي توګه وزيرستان کې د تازه بدامنۍ علتونه څه دي؟ د څيړونکو نظر

څيړونکي وايي د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو او په ځانګړي ډول وزيرستان کې د بدامنۍ د تازه پېښو بنيادي علت په دغه سيمه کې د وسله والو بيرته فعاله کېدل دي.

په تيرو دوه ورځو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو دوه بريدونه شوي چې پکې لږ ترلږه پينځه سرتيري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

په جنوبي وزیرستان کې په اېف سي ځواک د بريد زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه په کوم بريد کې چې درې سرتيري وژل شوي وو.

پرون دجون په 30م د پاکستان پوځ ويلي د افغانستان د لوري په شمالي وزيرستان کې په نړيواله پوله (ډېورنډ لاين) د پورې غاړې وسله والو ترهګرو برید کړی او دوه پوځي سرتيري يې وژلي وو.

په اسلام اباد کې د فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور مسيد وايي، په قبايلي ضلعو کې د کال 2019 نه وروسته د بدامنۍ پېښې سېوا کېدل ليدل کيږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په ځانګړي ډول په وزيرستان کې چې کله د وسله والو پرضد عملیات وشو وسله وال لاړه محفوظو ځايونو ته منتقل وشو خو د 2019 راهسې دوی بيا بيرته راتلل او فعاله کېدل پېل شوي دي، او د يوې نه بلې مياشتې ته د بدامنۍ پېښې سېوا کیږي.

هغه وويل د بدامنۍ پېښې څرګندوي چې دغلته وسله وال زیات شوي دي، خلک د قلنګ غوښتو شکايت کوي، په وزيرستان کې د تحریک طالبان پاکستان وال چاکنګ شوی، طالبان د خبردارۍ یا ګواښونو پمفلټې يا پرچۍ خوروي او بيا هغه ګواښونه عملي کوي.

د مسيد په وېنا د دغو وسله والو پرضد په سړک دپاسه يا نزدې علاقو کې عملیات کیږي خو په لرې پرتو علاقو کې بيا د رياست عملداري هغه ډول نه ليدل کيږي.

د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی جرنلسټ صفدر حيات داوړ وايي، داسې نه ده لکه د تير په څېر نړیوالې تندلارې ډلې منظم شتون لري خو ځايي وسله والې ډلې لکه د ګل بهادر شورا، پاکستاني طالبان او عليم خان او اختر محمد ډلې فعاله دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه هم د قلنګ خبره وکړه چې د خلکو نه وسله وال قلنګ اخلي، بيا د هغې په علاقه دا بد اثر دی چې پرمختيايي کارونه په ټپه ولاړ دي.

هغه وويل وزیرستان چې د افغانستان سره په پوله پرته علاقه ده هلته په افغانستان کې د امنيتي وضعې اثر دلته هم پرېووځي.

څيړونکی ډاکټر اشرف علي وايي د پاکستان په قبايلي ضلعو کې د وسله والو منظم شتون نشته خو د افغانستان سره په پوله پرتو ځينو علاقو کې تندلاري شتون لري او هلته بيا د بدامنۍ پېښې کيږي.

د پاکستان پوځ په وروستيو کې په خپله داسې دعوې کړي چې په وروستيو کې د باجوړ نه تر وزيرستان او بلوچستان پورې په پوله ځای په ځای ترهګرو د افغانستان د لوري نه بريدونه کړي دي.

پاکستان د پولې د پورې غاړې نه د بريدونو دعوه په داسې حال کې کوي چې نزدې لس ورځې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد ويلي وو د افغانستان سره په پوله د سیمو د ازغن تار لګولو کار 88 فيصده پوره شوی دی.

پاکستان د کال 2017 په لومړیو کې د افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګول پېل کړي او ويلي يې وو دغه پوله د وسله والو تندلارو، قاچاقبرو او غېر قانوني تګ راتګ د مخې نيولو دپاره د سيمو په ازغن تار بندوي.

يو امنيتي چارواکي د تازه بدامنۍ په اړه د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل وسله و ال د پولې د پورې غاړې نه اوس هم راوړي.

هغه وويل ځای په ځای په پوله پوستې دي او په هر 50 ميټره کې پوځي سرتيری هم نه شي ودرول کېدی.

امنيتي چارواکي وويل دوی ته په وزيرستان کې په ځانګړي ډول دا مسله هم ورپېښه ده چې ځايي خلک ورسره د وسله والو په مالومولو او د هغوی په ښکاره کولو کې مرسته نه کوي.

هغه زياته کړه اوس هم پوځ په علاقه کې موجود دی او چې د چرته نه ورته هم د وسله والو تندلارو د موجودګۍ خبر ترلاسه کيږي دوی هلته عمليات کوي.

په 22 فرورۍ (2021) د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د ردالفساد عملياتو په څلورو کالو پوره کېدو خبريالانو ته د دغو عملياتو احوال وړاندې کړی او ويلي يې وو په تيرو څلورو کلونو کې د کال 2017م نه تراسه پورې د نيشنل اېکشن پلان (ملي کاري پلان ) لاندې په ردالفساد عملياتو کې په ټول ملک کې د استخباراتو په اساس د درېو لکو 75 زرو نه زيات عملیات ترسره شوي دي. په دې کې ځينې مهم عملیات شوي او د ترهګرو ډېر بريدونه شنډ شوي او ځالې يې ختم کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​