شاته

دپښتونخوا حکومت وایي ټولو ترقیاتي پرژو دپاره یې محکمو ته پېسې سپارلي

دخېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه ويلي د مالي کال ۲۰۲۱ او ۲۲ د روانو او نوؤ ترقياتي کارونو د پاره يي د ټول کال پېسې جاري کړي دي۔

څيړونکي وايي دا د پرمختيائي پروژو په وخت دسرته رسولو د پاره يو ښه ګام دی خو د مخالفو سياسي ګوندونو غړي وايي که د مرکزي حکومت نه صوبې ته په وخت د خپلې برخې پېسې ترلاسه شي نو هله ممکن ده چې دې کارونو ته پېسې په وخت ورکړل شي.

د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه په ټويټر ليکلي ډير خلک به په دې باور ونه کړی شي چې دوئ د ټول کال دپاره دخېبر پښتونخوا دترقياتي کارونو او د قبايلي ضلعو د تېز عملي کولو پروګرام لاندې دمنصوبو ټولې پېسې جاري کړي دي،

تېمور سليم جهګړه په ټويټر خپور کړي تفصيل کې ليکلي يو سل شل بيلينه روپۍ يې د روانو پروژو،شپاړس بيلينه روپۍ دقبایلي ضلعو د کليز ترقياتي پروګرام او اته ويشت بيلينه يي د قبايلي ضلعو تيرعملي کولو پروګرام په مد کې جاري کړي دي۔

خبريال او دمعاشي چارو کارپوهه شاهد حميد وايي په اول ځل داسې ويني چې صوبه کې دمالي کال په پېل کې د ټول کال د روانو او نوؤ ترقياتي کارونو د پاره اړونده محکمو ته پېسې جاري کړل شوې،

وي او ای ډيوه ته هغه ویلي وړاندې به دا پېسې د مالي کال په اولنو نهو مياشتو کې ډيرې کمې جاري کېدې او بيا به په اخري دريوؤ مياشتو او په خصوصي توګه د جون په مياشت کې په زيات مقدار سره جاري شوې چې ورسره به د ټولو پېسو نه مصرف کېدو او کار د خراب معيار سبب ګرځېدې.

خبریال شاهد حمید وایي که د حکومت دا موجوده تجربه کامياب شوه نو دا به د ترقياتي کارونو په وخت سر د رسېدو سبب وګرځي۔

بلخوا د خېبر پښتونخوا صوبې پخواني دخزانې وزير مظفر سید ډيوه ته وويل دحکومت دا ګام دستاینې وړ دی خو دا به هغه وخت په سمه توګه عملي کيږي کله چې مرکزي حکومت د بجلۍ،تېل، ګېس، اېن ايف سي ايوارډ او نورو مدونو کې صوبې ته خپلې پېسې په وخت ورکړي کوم چې عموماً په وخت نه ورکړل کيږي۔

تېمور سليم جهګړه هم د زيات په ورځ يو بل ټويټ کې ليکلي د وفاقي حکومت لخوا صوبې ته د بجلۍ دمنافعې په مد کې پينځه ويشت اربه روپۍ ورکړل شوي دي او دا په يو ځل په دې مد کې ورکړل کيدونکې ترټولو زياتې پېسې دي۔

تېره مياشت د خزاني وزير تيمور سليم جهګړا د بجټ وړاندې کولو په وخت ويلي وؤ د صوبې د پاره مجوزه بجټ د خېبر پښتونخوا د تاريخ تر ټولو لویې ترقياتي بجټ دی چې دپاره یې د درې سوه يو اويا اربه روپو وړانديزونه شوي دي۔

خو دبشري حقونو دتنظيم دمشرې حنا جېلاني لخوا څو ورځې وړاندې جاري شوې يوه خبرپاڼه کې ويل شوي وؤ د قبايلي ضلعو د پاره ټاکل شوې لس کليزه منصوبه باندې پوره عمل نه دی شوی او ددغو سيمو د ترقۍ د منصوبو د پاره ټاکل شوې څلور اتيا اربه روپو کې صرف ۳۷ اربه روپۍ په کال ۲۰۲۰م کې ورکړل شوي دي.

دغه رپوټ وايي‌ په خېبر پښتونخوا کې بلدياتي انتخابات هم تراوسه د ځنډ ښکار دي چې له کبله يې د بلدياتي نظام د پاره ټاکل شوي ۴۶ شپږ څلوېښت اربه ترقیاتي بجټ کې درې څلوېښت اربه ۴۳ اربه روپۍ نه دي لګول شوي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی