شاته

دافغان کشالې دهواري کیلي اسلام اباد سره ده،څېړونکي وایي

پاکستان کې څېړونکي وايي د افغانستان د کشالې د هواري کيلي د اسلام اباد سره ده اؤ که افغانستان کې دامن عمل ناکامیږي نو د واشنګټن اؤ کابل اړېکې به داسلام اباد سره نورې هم خړیږي.

افغان امن کې دپاکستان په رول بحثونه په داسې وخت کې تاوده شوي چې په افغانستان کې دحکومتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ د هېواد په مختلفو برخو کې دجګړو لړۍ غځېدلې ده.

دافغانستان دننه په چټکتیا سره بدلېدونکي صورتحال پاکستان کې هم دحکومتي او مخالفو سياسي ګوندونو قېادت د اندېښنو سره مخ کړی.

دچهارشنبې په ورځ قامي اسمبلۍ ته وینا کې دپاکستان وزيراعظم عمران خان وېلي پاکستان قربانۍ ورکړي خو بیا هم امریکا ټول تورونه په پاکستان لګولې دي.

هغه وویل، پاکستان نور په افغانستان کې د هېڅ قسمه سټراټيجک ډېپت خواهش نه لري او وايي امریکا ته یې په ښکاره ویلي چې پوځي اډې ورته نه ورکوي.

پاکستان وايي افغانستان کې امن غواړي او اسلام اباد په افغانستان کې هېڅ د خوښې ډله نه لري.

د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوه پرون د اسلام اباد ډېفنس پوهنتون کې يوې غونډۍ ته وېلي په افغانستان کې د امن دښمنانو د سيمې ثبات د ګواښ سره مخ کړی خو وايي پاکستان د امن سره ولاړ دی.

دا په داسې کې ده چې امریکا دافغانستان څخه دخپلو ځواکونو د ویستلو عمل پیل کړی اؤ وایي تر۱۱م ستمبر به خپل ټول سرتیري دافغانستان څخه وباسي.

راپورونه وايي چې جرمني هم ددغه جنګ ځپلي هېواد نه خپل پاتې 570 سرتیري ویستلي دي.

مطبوعات وايي چې په کابل کې د امریکا سفارت په يوه اعلاميه کې د طالب وسله والو څخه غوښتنه کړې چې د تاو تريخوالي لاس واخلي.

د پاکستان حکومت هم نن د زیارت په ورځ دافغانستان په اړه د پارليمان د قامي سلامتيا د کمېټې غونډه رابللې ده.

دبندو تمبو ترشا دغه غونډې ته به د هېواد عسکري قيادت دحکومت مخالفو سياسي ګوندونو مشرانو او حکومتي وزیرانو ته د افغانستان د امنیت اؤ امریکا سره د اړیکو په هکله حال احوال ورکوي.

د افغان چارو کارپوهه ډاکټر سرفراز خان وايي د افغانستان حالات تل د ګاونډي هېوادونو د لاس وهنې له کبله خراب پاتې شوي.

نوموړي ډيوه سره خبرو کې ویلي که دافغان طالبانو سره دپاکستان مرسته ملاتړ نه ؤ نو هغوئ به پخوا په افغانستان کې ماتې خوړلې وه.

دی وايي د افغانستان د کشالې د هواري کيلي د پاکستان سره ده.

هغه وايي هغه ډلې چې په جګړه کې د طالب سره ملګرې دي. که هغه د حقاني شبکه ده او که د طالبانو خپلې ډلې دي د هغوي جنګيالي په پاکستان کې رالویې شوې دي، دلته یې په مدرسو کې زده کړې کړي دي. دلته نه ورته رسد کېږي د طالبانو بچيان پاکستاني سکولونو ته ځي او همه اسانۍ ورته ترلاسه دي.او که پاکستان په دغو خلکو اوبه هم بندې کړي نو طالبان بامقصده خبرو ته اماده کېدی شي او تشدد ودرولی شي.

نړیوالې څېړنيزې ادارې انټرنیشنل کريسمس ګروپ د افغانستان او پاکستان په اړه خپل اوسني رپورټ کې ويلي چې د افغانستان څخه د بهر ملکي ځواکونو په بېړه وتلو،دامن خبرو کې راغلی ځڼډ او مخ په سېوا کېدونکی تشدد دامن عمل په لړ کې دپاکستان هڅې د زيان سره مخ کولی شي.

دغه راپور کې خبرداری ورکړی شوی که افغان امن عمل ناکامېږي یا دځنډ سره مخ کیږي نو په هر صورت کې به د اسلام اباد اړيکې د کابل او واشنګټن سره خرابېږي.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې استاد خورشید خان ډيوه ته وايي کله چې د پاکستان د بې پلوه پاتې کېدو ضرورت ؤ نو طرفدار شو او اوس دافغانستان په کړکېچ کې د پلوي جوړېدو ضرورت دی نو وايي په افغانستان کې د خوښۍ ډله نه لري.

هغه وایي بېګاه چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په قامي اسمبلۍ کې کومه جذباتي وینا کړې هغه ښايي چې پاکستان په افغانستان کې د سټراټيجک ژورتيا د لټون تګلاره کې وسعت راوستی دی.

نوموړی زیاتوي د پاکستان په افغانستان د سټراټيجک ژورتيا د تګلارې نه د لاس پسر کېدو خبره هله سمه وه که دوئ په طالبانو د نظر ساتنې لپاره امریکا ته اډې ورکړې وې او د افغان ځواکونو مټې یې پیاوړې کړې وې.

هغه واىي اوس د پاکستان نه افغانستان ته وسله وال اوړي او د هلته نه د ژوبل جنګیالي پاکستان ته د درملنې لپاره راځي او مړي هم راروان دي.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید هم پخپله یوه وروستۍ مرکه کې منلې وه چې پاکستان ته دافغانستان نه ژوبل طالبان دعلاج دپاره راځي اؤ دلته یې کورونه هم دي.