شاته

عمران خان: پاکستان به نور کله هم په جګړه کې د امریکا ملګری نه شي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي پاکستان د امريکا سره په سوله کې تل همکار پاتې کېدی شي خو نور به يې په هيڅ شخړه کې همکار نه وي.

د شورو په ورځ (30 جون) قومي اسمبلۍ ته په وېنا کې عمران خان وويل پاکستان قربانۍ ورکړي خو بيا هم امریکا ټول تورونه په پاکستان لګولي دي.

هغه وويل پاکستان به نور په افغانستان کې نور د هيڅ قسمه (سټراټيجيک ډيپتهـ) خواهش نه لري.

د نوموړي په وېنا پاکستان چې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د لومړي صف رياست ودرېدلی وو دغه د يو پاکستاني په حېث د هغه دپاره تر ټولو د سپکاوي وخت وو.

هغه وويل پاکستان کم عقلتوب کړی چې د امریکا په جګړه کې شامل شوی وو.

هغه زیاته کړه پاکستان د بل چا په جګړه کې شامل شوی او د 70زره انسانانو قربانۍ يې ورکړي دي.

عمران خان په خپلو خبرو کې ومنل چې په پاکستان کې به ډرون بريدونه د پاکستان په اجازت کېدل او د هغه وخت پاکستاني حکومتونو به پټول.

هغه وويل امریکا ته يې ښکاره ويلي چې پوځي اډه ورته نه ورکوي.

نوموړي د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان د 150 اربه ډالرو اقتصادي تاوان يادګېرنه وکړه او دا يې هم وويل چې پاکستان خپل خلک نيولي او امریکا ته يې سپارلي دي، او دغه خبره پروېز مشرف (پخواني پوځي امر) په خپل کتاب کې کړې ده.

هغه په قبايلي علاقو کې په القاعده پسې پوځ لېږلو ته د تاريخ توره ورځ ويلي چې په څو تندلارو پسې پوځ لېږل شوی وو، هغه په کال 2011 کې په اېبټ اباد کې د امریکا په عملياتو کې د اسامه بن لادن د وژنې يادګېرنه وکړه چې امریکې پاکستان خبر قدرې نه کړو ځکه چې اعتماد يې پرې نه کولو او بيا پاکستان په ګرده نړۍ کې رسوا شو.

هغه زیاته کړه پاکستان قربانۍ ورکړې تاوان ورته واوښت خو امریکا يې ستاينه ونه کړه.

هغه د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه وويل چې کله امريکا د وتلو اعلان وکړو په پاکستان يې غږ وکړو چې طالبان د خبرو مېز ته راولي نو د پاکستان سره څه وو چې طالبان يې د خبرو مېز ته راوستی وی دلته په پاکستان کې خو يواځې د طالبانو کورنۍ مېشته وې نو پاکستان هغه کورنۍ ګرفتاره کړی وې په جېلونو کې يې اچولی وی؟.

عمران خان وويل په افغانستان کې امن غواړي او اسلام ابا په افغانستان کې هيڅ د خوښې ډله نه لري افغانان چې څه غواړي پاکستان به يې ملګری وي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې امریکا د افغانستان څخه د 11 ستمبر د خپلو ځواکونو ويستلو اعلان کړی او د مې د مياشتې څخه په افغانستان کې د تشدد او بدامنۍ پېښو زور اخستی دی.

امریکا او افغانستان په پاکستان تورونه لګولي چې په خپله خاوره يې هغو وسله والو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې ترهګري کوي. او د امریکا مخکني صدر ډانلډ ټرمپ د کال 2018 د جنورۍ په لومړۍ نېټه په يو ټويټ کې ویلي وو" پاکستان د امريکا څخه33 اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي".

پاکستان دغه تورونه رد کړي او ويلي يې وو په خپله خاوره يې ترهګر نه دي ساتلي او ټولو ترهګرو پرضد يې بې طرفه عمليات کړي.

په وروستیو کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشید ويلي وو افغان طالبان په پاکستان کې مېشته دي او دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بېن الافغاني خبرې د ځنډ ښکار دي.

د شېخ رشید د څرګندونو وروسته د افغانستان د ملي امنيت شورا د پاکستان نه غوښتي وو پاکستان دې د دغو اعترافونو په ځای په افغانستان کې د سولې په لړ کوټلي ګامونه پورته کړي.

پاکستان بيا بیا دغه دريځ تکراروي چې پاکستان تل په افغانستان کې سوله غوښتې او د سولې په لړ کې يې تل د سهولت کار رول ترسره کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​