شاته

عمران خان:هیڅ رقم فشارونه دپاکستان اؤ چین اړېکې نه شي کمولی

دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي هیڅ رقم فشارونه دپاکستان اؤ چین اړېکې داغېزو لاندې نه شي راوستی ځکه چې ددې دواړو هیوادونو اړېکې یوازې د دولتونو په کچه نه دي بلکې د ولسونو په کچه دي.

دچین دولتي ټیلي ویژن سره خپله یوه مرکه کې وزیراعظم عمران خان ویلي که امریکا یا لویدیځ قوتونه په پاکستان چین سره د اړېکو کمولو دپاره فشار راوړي نو دا به زیاتی وي.

خو هغه دا نه ده روښانه کړې چې پاکستان نه تراوسه کوم هیواد چین سره داړېکو کمولو تقاضه کړې ده؟

دپاکستان د سرکاري ټي وي د رپورټ له مخې په دې مرکه کې وزیراعظم عمران خان ویلي دچین اؤ پاکستان اړېکې د ۷۰کالو نه د زیاتې مودې راهسې جوړې دي اؤ دا اړېکې هیڅ یو شی نه شي بدلولی.

دپاکستان ډاڼ ورځپاڼې هم د عمران خان ددې مرکې څه خبرې پخپله ویب پاڼه خپرې کړي اؤ په هغې کې یې د وزیراعظم له خولې ویلي چې سیمه کې کې دطاقت یوه زبردسته سیالي روانه ده چې په هغې هرڅوک پوهیږي ،

عمران خان وایي امریکې د "کواډ" په نوم یو سیمه ییز ایتلاف جوړ کړی چې هغې کې هند اؤ څو نور هیواوونه شامل دي خو پاکستان نه دامریکې اؤ نورو غربي طاقتونو دا هېله لرل به بې انصافي وي چې ګنې پاکستان به هم دچا په پلوۍ ودریږي .

هغه ویلي" مونږ دچا په پلوۍ ولې ودریږو مونږ ټولو هیوادونو سره ښې اړېکې غواړو"

دپاکستان د دولتي ټي وي د رپورټ له مخې وزیراعظم ویلي چې دچین اؤ پاکستان ترمنځ روانه داقتصادي راهدارۍ یا سي پیک پروژه دپاکستان معاشي سباوؤن دی اؤ دتجارت دلارې چین اؤ پاکستان خپلې اړېکې لا پسې پیاوړې کولی شي.

هغه ویلي په هر سیمه ییز اؤ نړیوال فورم دپاکستان اؤ چین دریځ مدام یو رقم پاتې شوی اؤ‌ چین په هر فورم دپاکستان د اصولي دریځ ملاتړ کړی دی چې دا د دواړو هیوادونو دغوره اړېکو څرګندونه کوي.