شاته

جنوبي وزیرستان نه وروسته شمالي وزیرستان کې هم په پوځ برید کې دوه عسکر وژل شوي

تیره شپه جنوبي وزیرستان کې دایف سي ځواک په پوسته شوي برید کې د درېوؤ پاکستاني سرتیرو له وژل کیدو وروسته پوځ وایي شمالي وزیرستان کې هم په پوځي پوسته دپولې پورې غاړې(افغانستان) څخه ترهګرو ډزې کړي چې پکې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي.

دپوځ مطبوعاتي څانګې دچهارشنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي شمالي وزیرستان کې دترهګرو لخوا دا برید د دوه تویي په نوم په امنیتي پوسته شوی دی.

تر دې وړاندې دجنوبي وزيرستان د ولیسو مشر (ډي پي او) شوکت علي وي او اې ډیوه ته ویلي وؤ د تیارزه تحصيل په خېسوره دایف سي په پوسته دترهګرو برید کې درې دایف سي عسکر وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

خو له دغې پېښې وروسته دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې پخپل یو بیان کې ویلي چې شمالي وزیرستان کې هم دپوځ په پوسته دترهګرو برید کې دوه پوځیان وژل شوي.

بیان کې ویل شوي شمالي وزیرستان کې افغانستان سره په لګیدلې پوله دپورې غاړې څخه دترهګرو لخوا شوؤ دې ډزو ته پاکستاني ځواکونو کوټلی ځواب ویلی دی.

دپوځ بیان کې د وژل شوؤ عسکرو پیژندګلو د حوالدار سلیم او لانس نایک پرویز په نومونو شوې ده .

پوځ دپولې دپورې غاړې څخه شوی دا برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي پاکستان څو کرته دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې دڅارنې اؤ انتظام معامله راپورته کړې ده.

افغانستان لا ددې برید په هکله څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې دپاکستان په قبایلي ضلعو اؤ بلوچستان کې دپاکستان په پوځ دبریدونو لړۍ چټک شوې اؤ پوځ دعوې کوي چې دې کې زیاتره بریدونه دافغانستان دخاورې څخه کیږي.

په 23 مئ هم پوځ ویلي وؤ چې شمالي وزیرستان کې دافغانستان دخاورې نه دپاکستان‌ په پوځيانو برید شوی چې یو عسکر پکې وژل شوی ؤ .

همدا شان په پینځمه مئ دبلوچستان په ژوب ضلعه کې دپولې دپورې غاړې څخه شوي یو برید کې دپینځوؤ پاکستاني عسکرو د وژل کیدو رپورټونه مخې ته راغلي وؤ.

ددغو دواړو بریدونو ذمه واري پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې وه

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.