شاته

دافغانستان راتلونکي حالات،پاکستان سبا دمخالفو ګوندونو مشران اعتماد کې اخلي

د پاکستان مرکزى حکومت سبا (پنجشنبه) د افغانستان دحالاتو او په دې اړه د پاکستان په تګلاره د مخالفو ګوندونو په اعتماد کې د اخستلو لپاره د قامي اسمبلۍ د قامي سلامتيا د کمېټې غونډه رابللې ده.

دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې حکومت مخالفو سياسي ګوندونو د افغانستان په امنیتي وضعیت او په پاکستان ددغه وضعیت په اغېزو اندېښنې ښودلي او ویلې یې دي په دې اړه د مرکزى حکومت د تېرو دریوؤ کلونو کارکردګي ښايي چې پاکستان د افغانستان دننه رامنځته کېدونکو حالاتو ته څومره چمتووالی لري؟

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې حکومت مخالفه سياسي ګوندونه پرله ‌پسې د افغانستان په حالاتو دا اندېښنې په يو داسې وخت کې څرګندوي چې امریکا سږکال د ستمبر تر 11مې نېټې افغانستان څخه دخپلو ټولو ځواکونو د ويستلو اعلان کړی چې ورسره په دغه جنګ ځپلي هېواد کې د تشدد کچه ورځ تر بلې زیاتیږي.

د پاکستان مرکزى حکومت سبا (پنجشنبه) د افغانستان دحالاتو او په دې اړه د پاکستان په تګلاره د مخالفو ګوندونو په اعتماد کې د اخستلو لپاره د قامي اسمبلۍ د قامي سلامتيا د کمېټې غونډه رابللې ده.

په دې موقعه داسمبلۍ غونډه کې دحکومت مخالف پيپلز ګوند چېرمېن بلاول بوټو زرداري که يو خوا په بجټ خبرې وکړې نو ورسره یې د افغانستان په حالاتو او په دې اړه د حکومت په تګلاره هم سختې نیوکې وکړې.

د ښاغلي بلاول بوټو وینا وه په داسې مهال چې امريکا د افغانستان څخه وځي او د پاکستان دسټراتیژیکي جوړښت له امله به د هغې اثرات په پاکستان هم پریوځي باید د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي په اسمبلۍ کې د تقرير پرځائ د امریکا د صدر دپاکستان وزيراعظم عمران خان ته د ټيلي فون کال کولو تابیا وکړي.

هم دا راز په قامي اسمبلۍ کې دلويي حکومت مخالف ګوند مسلم ليګ (ن) غړي او ددفاعي چارو پخواني وزیر خواجه محمد اصف هم د افغانستان دننه په رامنځته کیدونکي وضعیت او د هغې د پاکستان په کورني امنیت د اغېزو یادونه وکړه.

هغه وويل،په يو داسې وخت کې د افغانستان حالات څه وخت هم خرابېدی شي او مونږ نه يو خبر چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به هلته څه کېږي خو مونږ په کور دننه د بدنظمۍ سره مخ او په خپلو کې په جنګ يو.

هغه وویل د حکومت تېرو دريوؤ کلونو ته که وکتل شي نو ښايي چې مونږ د افغانستان دننه حالاتو ته څومره چمتو يو؟

دمخالفو سياسي ګوندونو دغو څرګندونو ته پخپل ځواب کې دبهرنیو چارو مرکزي وزیر شاه محمود قريشي وویل د مخالفو ګوندونو اندېښنو سره اتفاق کوي.

هغه وويل په دې وروستیو کې هغه په خارجه وزارت کې د افغانستان د حالاتو په بابله د مخالفو ګوندونو غړي رابللي وؤ او هغوئ یې په دې اړه په حکومتي تګلاره باور کې اخستي وؤ ولې هغوي غوښتل چې حکومت دې د سياسي ګوندونو مهم مشران په اعتماد کې واخلي.

قرېشي وايي، مونږ سبا (پنجشنبه) دقامي اسمبلۍ د قامي سلامتيا د کمېټې غونډه رابللې ده او د ټولو سیاسي ګوندونو مهم مشران هم ورته رابلل شوي دي او هغوئ به په دغه غونډه کې دافغانستان په هکله اعتماد کې اخستل کیږي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې دافغانستان د وضعیت او د هغې په پاکستان د اغېزو په بابله دمخالفو سياسي ګوندونو دا اندېښنې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې امریکا سږکال د ستمبر يوولسمې ڼېټې پورې افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ويستلو بهير پېل کړی چي ورسره په دغه جنګ ځپلي هېواد کې د تشدد کچه هم لوړه شوې ده.

په قطر د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې هم لا د ځڼډ سره مخ دي.

د امریکا په ګډون افغانستان او دنړۍ نور هیوادونه هم د پاکستان څخه غواړي چې د افغانستان د سولې په عمل کې مخلصانه او عملي رول ولوبوي او طالبان د افغان حکومت سره دمعنې ډکو خبرو ته اماده کړي.

په دې وروستو کې د پاکستان او افغان حکومت ترمنځ يو ځل بيا اړيکې ترينګلې شوې دي او افغان حکومت په پاکستان نه يوازې طالبانو ته دپناه ورکولو بلکې د هغوئ سره د کومک تورنه هم پورې کوي.

پاکستان دا تورونه ردوي او وايي دپاکستان امن دافغانستان دثبات او امن سره تړلی دی او دريځ لري چې پاکستان د افغان سولې په عمل کې تر خپله وسه کوټلې هڅې کوي.