شاته

پاشینیان د ارمنستان انتخابات وګټل

نیکول پاشینیان، پداسې حال کې یو ځل بیا د ارمنستان د صدراعظم په توګه وټاکل شو چې د هغه د حکومت سیاسي مخالفینو ښاغلی پاشینیان د قره باغ په جګړه کې د اذربایجان په وړاندې په ماتې ملامت باله او په پرله پسې توګه یې ترې د استعفا غوښتنه کوله.

د ارمنستان د ټاکنو مرکزي کمیسیون د دوشنبې په ورځ جون ۲۱ (غبرګولي ۳۱) د یکشنبې د ورځې د پارلماني ټاکنو نتیجې خپرې کړې چې له مخې یې د ښاغلي پاشینیان ګوند نږدې ۵۴ فیصده رایې ګټلي دي.

د ارمنستان پخوانی جمهور رئیس او د ښاغلي پاشینیان سیال رابرت کوچاریان، چې څه دپاسه ۲۱ فیصده رایې یې ګټلي د روسیې د انټرفاکس اژانس سره په خبرو کې د انتخاباتو په اعتبار او مشروعیت شک وښود.

په ارمنستان کې د سیاسي کړکیچ وروسته چې د ارمنیانو او د اذربایجاني ځواکونو ترمنځ د قره باغ په سیمه کې وشو د ارمنستان حکومت د کړکیچ د ختمولو لپاره د بیا ټاکنو تصمیم ونیوه.

ښاغلي پاشینیان د تیر کال په نومبر کې د اذربایجان سره د اوربند موافقه لاس لیک کړه او د قره باغ په سیمه کې یې د ارمني نژادو او اذربایجاني ځواکونو جګړه پای ته ورسوله. ددې موافقې له مخې د قره باغ د سیمې ځنې برخې اذربایجان ته وسپارلې او د روسیې سوله ساتي ځواکونه په سیمه کې ځای پر ځای شول.

د ښاغلي پاشینیان منتقدین او سیاسي مخالفین استدلال کوي چې د ارمنستان صدراعظم د قره باغ جګړه سمه رهبري نکړه او د اذربایجان سره یې د "سپکاوي ډک" اوربند وکړ.

ښاغلي پاشینیان هم ویلي دي چې پدې موافقې خوښ ندی خو استدلال کوي چې د زیاتو بشري تلفاتو او د نورو سیمو له لاسه ورکولو د مخنیوي په خاطر دې موافقې ته اړ شوی دی.

د ارمنستان د انتخاباتو د مرکزي کمیسیون رئیس تیګران موکوچیان، ویلي چې تر یوې اونۍ پورې به د انتخاباتو وروستۍ نتیجې اعلان شي.

شمیرې ښیي چې د ارمنستان د ۲.۶ میلیون کسانو د جملې نه چې د رای ورکولو واجد دي شاوخوا پنځوس فیصدو یې د یکشنبې د ورځې په ټاکنو کې برخه اخیستې وه.