شاته

پکتیا کې ماین چاودنې پنځه ملکي وګړي وژلي، څلور ټپیان دي

د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

د پکتیا ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه جون ۲۱ (غبرګولې ۳۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه چاودنه نن تر ماسپښين مخکې د احمد ابا ولسوالۍ په « عطايي» کلي کې شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې چاودنه کې دوه نارینه، دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوې او په ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شامل دي.

د چارواکو د معلوماتو په اساس دغه کسان په یوه جنازه کې د ګډون لپاره روان وو چې پر موټر یې چاودنه شوې ده.

د پکتیا چارواکو د دغه ماین چاودنې مسؤلیت پر وسله والو طالبانو اچولی، خو وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د چارواکو د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د جګړې له زیاتېدو سره د سړک د غاړې ماین چاودنې هم زیاتې شوي چې اکثر په کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

تیره شنبه د پکتیا په ګاونډ خوست ولایت کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي و.

د روانې جون میاشتې پر پنځمه هم په بادغیس ولایت کې هم د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۱۱ ملکي وګړي ووژل شول.