شاته

شمالي وزیرستان:عملیاتو کې یو پوځي‌ اؤ دوه ترهګر وژل شوي

دپاکستان پوځ وایي شمالي وزیرستان کې یې دترهګرو په ضد عملیات کړي چې په دغو عملیاتو کې دپاکستان طالبانو ډلې سره تړاؤ لرونکي دوه ترهګر وژل شوي اؤ یو پوځي سرتیری هم دترهګرو په ډزو وژل شوی دی.

دپوځ مطبوعاتي څانګې پخپل یو بیان کې ویلي چې دا عملیات داستخباراتي معلوماتو په اساس دشمالي وزیرستان سپین وام تحصیل کې ترسره شوي دي.

دپوځ دبیان له مخې دعملیاتو په مهال ترهګرو سره نښته کې دپوځ یو ۳۲کلن سرتیری نزاکت خان وژل شوی چې تعلق یې داټک سیمې سره ښودل شوی دی.

پوځ وایي دې عملیاتو کې دپاکستاني طالبانو دتحریک سره تړاؤ لرونکي دوه مهم ترهګر هم وژل شوي چې هغوئ دامنیتي ځواکونو په وړاندې ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلود.

خو دپوځ بیان کې د وژل شوؤ ترهګرو په بابله نور معلومات نه دي روښانه کړل شوي اؤ نه هم لا پاکستاني طالبانو ددې پېښې په اړه خپل غبرګون ښودلی دی.

دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې دترهګریزو بریدونو اؤ هدفي وژنو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې اؤ دسیمې خلک زیاتره مهال ددې پېښو په ضد احتجاجونه هم کوي.

سپین وام اؤ دشمالي وزیرستان نورو بیلابیلو سیمو کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت دپوځ اؤ ترهګرو ترمنځ د نښتو رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې پوځ دعوې کوي په ضرب عضب عملیاتو کې یې دغه سیمې دترهګرو څخه پاکه کړې دي.

تیره ورځ هم پولیسو ویلي وؤ د میر علي په ارمز کلي کې دوه تنه په هدفي برید کې وژل شوي دي.

د فرورۍ په 22مه په یوه پېښه کې په شوه تحصيل کې وسله والو 10 کسان تښتولي وؤ چې لا تر اوسه د وسله په ولکه کې دي او کورنۍ یې د خوشي کیدو غوښتنه کوي.

پاکستان کې د وکیلانو دمرکزي سازمان مرستیال مشر خوشدل خان درې ورځې دمخه اسلام اباد کې یوې دستورې ته پخپله وینا کې ویلي وؤ چې خیبر پښتونخوا کې یو ځل بیا طالبان په منظم کیدو دي خو دا وار به هغوئ پرې نه ښودل شي چې پښتانه د ډار اؤ دحشت سره مخ کړي اؤ حقونه یې وتروړي.

په قبايلي علاقو کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه په وروستيو کې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ويلي وو، اوس چې څومره پېښې کیږي ټولې د ترهګرۍ نه وي په ټوله نړۍ کې د بدامنۍ پېښې کيږي.

بابر افتخار ویلي وؤ قبایلي علاقې چې په صوبه کې ورګډې شوي حالات ډېر ښه شوي او چې کله دا قبایلي ضلعې په پوره توګه په صوبه کې ورګډې شي پوليس په ځائ شي حالات به ورسره نور هم سم شي.