شاته

اتمر: القاعده شبکه د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې حضور لري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، القاعده شبکه د دغه هیواد په ۱۱ ولایتونو کې حضور لري.

ښاغلي اتمر پرون شنبه جون ۱۹ (غبرګولې ۲۹) په ترکیه کې د (انتالیا) په نړیواله ناسته کې ویلي چې د دې ترڅنګ د ازبکستان اسلامي تحریک، د ختیځ ترکستان اسلامي حرکت، د امام البخاري خطیبه او نورې وسله والې ډلې هم د افغانستان په شمال کې فعالیت کوي.

ښاغلي اتمر زیاته کړې چې د دغه بهرنیو وسله والو ډلو فعالیت په کندز او فاریاب ولایتونو کې ممترکز دی. خو نوموړي د هغه ولایتونو په اړه چې القاعده شبکه پکې حضور لري معلومات ورنه کړل.

ښاغلي اتمر وویل: "القاعده شبکه په افغانستان کې د هیرویینو او ډیرو نشه یی موادو په قاچاق کې ښکېله ده او هر کال ورڅخه میلیونونه ډالر لاسته راوړي... په افغانستان کې د نشه يي موادو، وسلو او کسانو قاچاق د طالبانو له اصلي عایداتي سرچینو څخه دي."

د ښاغلي اتمر په وینا له طالبانو سره د نړیوالو تروریستي ډلو اړیکو، د افغانستان د سولې پر خبرو تاثیر کړی دی. هغه ټینګار کړی چې له امریکا سره د طالبانو د توافق سره سره القاعده شبکه، د ازبکستان اسلامي حرکت او داعش له طالبانو سره اړیکې لري او د دغه ډلو وسله وال ګډ فعالیت کوي.

خو وسله والو طالبانو تر دې مخکې ورته راپورونو ته په ځواب کې ویلي چې په دغه هیواد کې د القاعده په ګدون د نورو وسله والو ډلو جنګیالي حضور نلري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو په وتلو سره به په دغه هیواد کې یو ځل بیا تروریستي شبکې فعاله شي.

هغه زیاته کړې چې له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو ایستلو په اړه د ناټو پرېکړې ته احترام لري، خو ویلي یې دي چې دغه کار به ناوړه پایلې ولري.

ښاغلي اتمر ویلي چې د ناټو ځواکونو په وتلو سره به د ښځو، لږیکو او زده کړو د حقوقو په ګډون د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.

هغه په دغه هیواد کې د وسله والو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر د تیرې مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه پيل شوی چې ټاکل شوې د راتلوونکي سپټمبر میاشتې پر یوولسمه بشپړه شي.