شاته

افغانستان:دپاکستان څرګندونې واقعیت نه لري،طالبان دې خبرو ته کښېنوي

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت پخپله یوه اعلامیه کې دافغانستان په اړه دپاکستان وروستۍ څرګندونې بې اساسه بللي اؤ په اسلام اباد یې غږ کړی چې په طالبانو کوم اثر لري هغې څخه په استفاده باید دوئ (طالبان)دمذاکراتو میز ته وهڅوي.

د خالي یا شنبې په ورځ دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت پخپله یوه اعلامیه کې ویلي دافغانستان په اړوند دپاکستان دخارجه وزارت وروستۍ اعلامیه دسولې د روان بهیر په ګټه نه ده اؤ نه هم له واقعیت سره اړخ لګوي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت دجمعې په ورځ پخپله یوه اعلامیه کې دافغانستان دملي امنیت دسلاکار حمدالله محب لخوا په پاکستان،افغانستان کې دلاسوهنې تورونه په کلکه رد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ دافغانستان دسولې په روان بهیر کې دپاکستان رول نړیوالې ټولنې منلی اؤ ستایلی دی.

دپاکستان دبهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي له دې څرګندونو وروسته چې یوازې طالبان اففانستان کې دتشدد ذمه وار نه دي حمدالله محب تیره ورځ په ټویټر لیکلي وؤ قریشي یا خو ناخبره،یا نادان او هم یا دهغوئ(طالبانو)ملګری دی.

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت پخپله اعلامیه کې ویلي نړیواله ټولنه اؤ افغانستان دپاکستاني چارواکو څخه غوښتنه لري چې په طالبانو کوم اثر یا نفوذ لري دهغې څخه په استفاده باید خو دمعنې د ډکو مذاکراتو میز ته تشویق کړي.

اعلامیه کې راغلي چې په دې کار سره به افغانستان کې روانه جګړه اؤ نړیواله ترهګري پائ ومومي اؤ په افغانستان کې به سوله ټینګه شي.

اعلامیه زیاتوي چې افغانستان کې سوله دنړۍ اؤ پخپله دپاکستان په ګټه هم ده.

دافغانستان دملي امنیت سلاکار حمدالله محب تر دې وړاندې هم وخت په وخت پاکستان دطالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی چې له دې امله تیره میاشت پاکستان په افغانستان کې خپلو ډپلوماټانو ته حمدالله محب سره دسفارتي اړېکو د نه پاللو وینا کړې وه.