شاته

د کابل چاودنو کې د 'افغان فلم' دوې کار کوونکې وژل شوي

د افغان فلم ادارې مسؤلین وايي، د کابل ښار د تیرې ورځې په چاودنو کې د دغه ادارې دوې ښځینه کار کوونکې هم وژل شوي دي.

د افغان فلم ادارې مشرې صحرا کریمي نن یکشنبه جون ۱۳ (غبرګولې ۲۳) ویلي چې د طیبې مسوي او فاطمې محمدي په نوم یادو نجونو تازه د افغان فلم سره کار پيل کړی و.

نوموړې زیاته کړې چې یادو انجونو د افغان ماشومانو لپاره انېمیشن پروژې (افسانه های افغانستان) لپاره کار کاوه.

د اغلې کریمي په وینا په افغان فلم کې دغه تازه ګمارل شوي انجونې پرون شنبه کور ته پر لار وې چې د کابل ښار په لوېدیځه کې پر یو ټونس موټر چاودنه کې وژل شوي دي.

د نوموړې په وینا د دغه انجونو جسدونه له تیرې ورځې ورک وو او په وینا یې د کورنۍ غړو یې نن په عدلي طب کې پيژندلي دي.

د افغان چارواکو په وینا پرون شنبه د کابل ښار شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې پر دوو ټونس موټرو د ماین چاودنو له امله اووه تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیاء ضیاء رسنیو ته وویل چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

په دې وروستیو کې د کابل ښار لوېدیځه څنډه کې پر ښاري بسونو او ټونس موټرو د چاودنو له امله شااوخوا ۲۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د روانې غبرګولې میاشتې پر ۱۳مه هم په دغه سیمه کې پر یو ټونس موټر چاودنه کې د اریانا خصوصي تلویزیون خبریاله مینا خیري له خپلې مور او یوې خور سره ووژل شوه.

تر دا مهاله د دغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.