شاته

افغانستان کې د کړکیچ احتمال؛ ‘امریکا د هوایي بریدونو اړتیا ارزوي’

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لوړپوړو امریکایي مقاماتو له قوله رپوټ ورکړی چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د اجازې د ترلاسه کولو هڅه کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو له خوا د کابل او یا د افغانستان د نورو سترو ښارونو د سقوط د خطر په صورت کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ هوایي بریدونه ترسره کړي.

که څه هم چې له دې دمخه د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د ملي امنیت د لوړپوړو سلاکارانو په ګډون امریکایي مقاماتو ویلي دي چې د افغانستان څخه په بشپړه توګه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره د ترهګرو ډلو د نښه کولو پرته چې د امریکا ګټو ته تاوان رسوي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د دوی هوایي ملاتړ پای ته رسیږي.

امریکایي مقاماتو چې نومونه یې د نیویارک ټایمز په رپوټ کې ندي ذکر شوي ویلي دي چې تر اوسه پدې هکله تصمیم ندی نیول شوی، خو د هغوی په وینا د کابل د سقوط او یا د داسې شرایطو په صورت کې چې په کابل کې د امریکا د سفارت کارکوونکو او یا ددې هیواد متحدینو ځاني خطر متوجه وي، د جنګي جېټ الوتکو یا بې پیلوټه الوتکو نه د کار اخیستلو انتخاب تر غور لاندې دی.

نیویارک ټایمز لیکلي: "هر بل هوایي برید د جمهور رئیس [بایډن] تائید ایجابوي. مقاماتو اشاره کړې چې ددې ډول بریدونو دوام په اوږدمهال کې مشکل دی، ځکه د افغانستان نه د امریکايی ځواکونو وتلو ته په پاملرنې دا کار سترې لوژستیکي هڅې ته اړتیا لري."

ددې رپوټ له مخې امریکایي پوځیان تر راتلونکې میاشتې پورې په افغانستان کې خپلې ټولې هوایي اډې تخلیه او خوشې کوي او وروسته له هغې هر ډول هوایي عملیات ښایي په زیات احتمال سره په فارس خلیج کې له امریکایي اډو ترسره شي.

نیویارک ټایمز لیکلي دي چې د افغان ځواکونو په ملاتړ د هوایي بریدونو په احتمال بحث د کابل د دفاع او طالبانو ته د هغې د پرزیدو په مخنیوي کې د افغانستان د وسله والو ځواکونو په وړتیا باندې د واشنګټن اندیښنه څرګندوي.

که څه هم د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تیرو څو کلونو کې د عملیاتو زیاته برخه په خپلواکه توګه پرمخ بیولې، خو په ځانګړو مواردو کې یې په نړیوال هوایي ملاتړ تکیه درلودلې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي امریکاغږ ته وویل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ثابته کړې چې په پوره جدیت د "هیواد د لویشت لویشت خاورې" دفاع یې کړې او دفاع کوي.

ښاغلي احمدزي وویل: "ناټو او زمونږ بهرني همکاران زمونږ د ځواکونو په ښوونه او روزنه، تمویل او تجهیز کې له مونږ سره ژمنه او قرارداد لري او حتی د اړتیا په صورت کې زمونږ د غوښتنې په اساس چیرته چې اړتیا وي په هوایي برخه کې له مونږ سره مرسته کوي."

له دې څخه دوه ورځې مخکې جمهور رئیس جو بایډن د امریکا کانګرس ته په یو استول شوي لیک کې ویلي چې واشنګټن به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي بایډن ویلي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به واشنګټن په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو نه سترګې پټې نکړي او ددې تهدیدونو د بیا رامنځ ته کیدو د مخنیوي لپاره امریکا په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله وړتیا "بیا تنظیموي".

له بلې خوا د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د افغانستان د وسله والو ځواکونو په ملاتړ د نړیوالو هوایي ځواکونو د عملیاتو د دوان بحث یوه عمده پوښتنه ده چې په راتلونکې اونۍ کې په بروکسل کې د جو بایډن او د ناټو د غړو هیوادو د مشرانو ترمنځ کیږي.

په وروستیو اونیو کې رسنیو رپوټ ورکړی چې متحده ایالات د افغانستان په ګاونډ کې د هوایي اډې په لټه کې دی یا هم هڅه کوي چې د اړتیا په صورت کې وکړای شي په سیمه کې له خپلو اؤو څخه په افغانستان کې د هوایي عملیاتو لپاره کار واخلي.

طالبانو ددغو رپوټونو په غبرګون کې په سیمه کې د متحده ایالاتو پوځي ادې جوړول "اشتباه او ستره تاریخي بدنامي" ګڼلې او خبرداری یې ورکړی چې ددې ډول "ناسمو او لمڅونکو" اعمالو پر وړاندې به چپ پاته نشي.

پاکستان چې په سیمه کې د متحده ایالاتو نژدې متحد دی په خپله خاوره کې یې د امریکا د پوځي اډې جوړولو ته رد ځواب ورکړی، که څه هم چې یو شمیر رسنیو رپوټ ورکړی چې امریکایي او پاکستاني مقامات همدا اوس هم پدې اړه په بحث بوخت دي.

نیویارک ټایمز د امریکایي مقاماتو له خولې لیکلي چې کلیوالي سیمو کې د افغانستان په وساله والو ځواکونو باندې د طالبانو د بریدونو او د ولسوالیو د سقوط په صورت کې به امریکایي ځواکونه افغانانو ته هوایي ملاتړ برابر کړي.

همدا اوس په څو ولایتونو کې د افغانستان د پوځ او د طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي او په څو تیرو اونیو کې څو ولسوالۍ طالبانو نیولي او یا هم افغان ځواکونو "تکتیکي په شا تګ" کړی دی.