شاته

آستن: د ځواکونو له وتلو وروسته د افغان سرتیرو هوایي ملاتړ ډیر مشکل دی

د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن وایي د خلیج په حوزه کې د امریکایي اډو په مرسته افغانستان کې د څارنې او جنګي ماموریت له پخوا څخه پیل شوي دي.

ښاغلي آستن د پنجشنبې په ورځ جون ۱۰ (غبرګولي ۲۰) د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو د خدماتو کمیټې ته په استماعیه غونډه کې دغې پوښتنې ته د مشخصو جزییاتو له وړاندې کولو ډډه وکړه چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د طالبانو په واسطه د کابل او یا د افغانستان د نورو سترو ښارونو د سقوط په صورت کې ایا متحده ایالات افغان ځواکونو ته هوایي ملاتړ برابروي او که نه.

ددغې استماعیه غونډې څخه څو ساعته مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لوړپوړو امریکایي مقاماتو له قوله رپوټ ورکړی و چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د اجازې د ترلاسه کولو هڅه کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو له خوا د کابل او یا د افغانستان د نورو سترو ښارونو د سقوط د خطر په صورت کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ هوایي بریدونه ترسره کړي.

د امریکا د دفاع وزیر امریکایي قانون جوړونکو ته وویل چې د افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هوایي ملاتړ برابرول به "ډیر ستونزمن" وي.

د افغانستان وسله وال پوځ ته د هوایي ملاتړ د برابرولو نه غیر هم د امریکا متحده ایالات د ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ماموریت لپاره دې ته اړتیا لري چې په پرله پسې توګه دغه هیواد د هوا له لور تر څارنې لاندې ونیسي.

ښاغلي آستن وویل چې همدا اوس امریکایي پوځیان د هوایي ګزمو او نظارتي ماموریت لپاره کشفي الوتکې د فارس په خلیج کې د الوتکه لیږدونکو کښتیو او د خلیج د هیوادونو څخه افغانستان ته لیږي.

د امریکا د دفاع وزیر تائید کړه چې د افغانستان د ګاونډيو هیوادونو له جملې نه په یو هیواد کې د امریکایي اډې د لرلو لپاره کار جریان لري، خو زیاته یې کړه چې په دې هکله د بحثونو لپاره مشخصه نیټه نده ټاکل شوې.

پاکستان چې په سیمه کې د متحده ایالاتو نژدېمتحد دی په خپله خاوره کې یې د امریکا د پوځي اډې جوړولو ته رد ځواب ورکړی، که څه هم چې یو شمیر رسنیو رپوټ ورکړی چې امریکایي او پاکستاني مقامات همدا اوس هم پدې اړه په بحث بوخت دي.

د امریکا د جمهور رئیس بایډن د تصمیم له مخې باید ټول امریکایي سرتیري د سپتمبر تر ۱۱له افغانستان څخه ووځي، خو جمهور رئیس جو بایډن تازه د امریکا کانګرس ته په یو استول شوي لیک کې ویلي چې واشنګټن به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي بایډن ویلي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به واشنګټن په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو نه سترګې پټې نکړي او ددې تهدیدونو د بیا رامنځ ته کیدو د مخنیوي لپاره امریکا په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله وړتیا "بیا تنظیموي".

د امریکا د دفاع وزیر وویل د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بشپړه وتلو وروسته به د القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلو پرضد چې په امریکا باندې د بریدونو نیت لري، د ترهګرۍ ضد ماموریت ته زیاته پاملرنه وکړي.

امریکایي مقاماتو چې نومونه یې د نیویارک ټایمز په رپوټ کې ندي ذکر شوي ویلي دي چې تر اوسه پدې هکله تصمیم ندی نیول شوی، خو د هغوی په وینا د کابل د سقوط او یا د داسې شرایطو په صورت کې چې په کابل کې د امریکا د سفارت کارکوونکو او یا ددې هیواد متحدینو ځاني خطر متوجه وي، د جنګي جېټ الوتکو یا بې پیلوټه الوتکو نه د کار اخیستلو انتخاب تر غور لاندې دی.

ټاکل شوې چې په نژدې ورځو کې په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندان کنیت (فرانک) مک‌کینزي د ځواکونو له وتلو وروسته په کابل کې د امریکا د سفارت د ساتنې او په افغانستان د پولې اخوا پدې هیواد کې د ترهګرۍ ضد ماموریت د پرمخ بیولو لپاره مختلف پوځي انتخابونه پنتاګون ته وړاندې کړي.