شاته

ممبای کې د یوې ودانۍ د نړیدو له امله ۱۱تنه مړه شوي 

هندي مقامات وایي د اتو ماشومانو په ګډون ۱۱تنه د ممبای ښار د اوسیدنې د یوې ودانۍ د نړیدو له امله مړه شوي دي.

دغه پیښه د چهارشنبې په ورځ جون ۹ (غبرګولي ۱۹) د شپې ناوخته پداسې حال کې رامنځ ته شوې چې یوه ودانۍ پر بلې ودانۍ راولویدله.

د رپوټونو له مخې دا پیښه وروسته له سختو موسمي بارانونو رامنځ ته شوې چې د هند ددغه مالي او تفریحي مرکز زیاتې سیمې یې له اوبو ډکې کړي دي.

د سیمې اوسیدونکي د پولیسو او د ژغورنې د عملې سره یو ځای په هڅه بوخت دي چې په ویجاړو ودانیو کې ایسار کسان وژغوري.

په پیښه کې د اتو کسانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی دی چې روغتون ته انتقال شوي دي.

د موسمي بارانونو پر وخت د ودانیو نړیدل د ممبای په ښار کې په یوې عامې موضوع بدله شوې ده. د چهارشنبې د شپې دغه پیښې د سختو بارانو د پیل په لومړۍ ورځ رامنځ ته شوې دي.