شاته

کاناډا دارالمعلمینو ته د افغان مېرمنو د هڅونې تبلیغاتي کمپاین پیل کړی

کاناډا غواړي د افغانستان په ښوونځیو کې د ښځینه مسلکي ښوونکو ستونزه کمه کړي. په دې مقصد یې په دې وروستیو کې یو کمپاین پیل کړی چې د کاناډا د نړېوالې پراختیايي ادارې له خوا تمویل او افغان ښځو سره د کاناډا د ښځو موسسې په همکارۍ پلې کېږي.

د دې کمپاین په ترڅ کې به افغان نجونه او ښځې وهڅول شي چې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د ښوونکو د روزنې په مرکزونو 'دارالمعلمینونو' کې شامل شي او په دې توکه به د نجونو زده کوونکو په شمېر کې هم زیاتوالی راشي.

افغان ښځو لپاره د کاناډا د ښځو موسسې د پروګرامونو مسوول محمد منیر ابراهیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه پروګرام د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت له خوا تمویل او د پوهنې وزارت په همغږۍ پرمخ بیول کېږي، په څلورو ولایتونو او څلورو مرکزي دارالمعلمینونو کې لکه کابل، ننګرهار، کندهار او پروان کې به پلي شي، هدف دا دی چې نجونې زده کوونکې وهڅول شي چې د دارالمعلمین له لارې د ښوونکي دنده غوره کړي، څو ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو او زده کوونکو شمېر ډېر شي."

د دغه کمپاین اعلانونه په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې نصب شوي
د دغه کمپاین اعلانونه په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې نصب شوي

ښاغلي ابراهیمي وویل، د دغه کمپاین لپاره لس ډوله پیغامونه په پښتو او دري ژبو چاپ او د بېنرونو په شان د ښار په واټونو کې ځړول شوي دي.

نوموړي وویل، دا کمپاین اوس د څلورو ولایتونو لکه کابل، ننګرهار، کندهار او پروان ولایتونو کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ښوونځي له کلونو راهیسې د ښځینه ښوونکو له کموالي سره مخ دي، دغې ستونزې د زده کړو پر کیفیت ناوړه اغېز کړی دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي راډیو ته وویل، دغه پروګرام د پوهنې وزارت په همغږۍ پرمخ وړل کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین
د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین

نوموړې زیاته کړه: "افغان ښځو لپاره د کاناډا د ښځو موسسې افغان مېرمنو لپاره د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړی، څو پوهنې ته د ښځینه زده کوونکو لاس رسی ډېر شي، دا پروګرام د پوهنې له وزارت سره په ګډه پرمخ وړل کېږي، هڅه دا ده چې ښوونځیو کې د نجونو شمېر کم نه شي، دا کمپاین په تېرو کلونو کې هم شوی و چې ښه نتیجه یې ورکړې وه. هیله ده د کرونایي ستونزې وروسته په ښوونځیو کې د نجونو کمښت محسوس نه شي."

اغلې ارین وویل، اوس د هېواد په ښوونځيو کې د نجونو زده کوونکو کچه ۴۲ سلنه ده او تدابیر نیول شوي چې دا سلنه لوړه شي.

نوموړې دا هم وویل، اوس د هېواد په ځینو ولایتونو کې داسې ښوونځي شته چې یوه ښځینه ښوونکې هم نه لري.

دې وویل ، ناامني او د ټولنې ناوړه دودونه تر ډېره لامل شوي چې ښځې دندې ترسره نه کړي.