شاته

اسلام اباد: په جرنلېسټ اسدعلي طور باندې په کور دننه بريد او تشدد شوی

د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د جرنلېسټ او يوټيوبر اسدعلي طور په کور درې تنه ورغلي او تشدد يې پرې کړی دی.

ياده پېښه تيره شپه په (25 مې) رامنځته شوې او اسدعلي طور پوليسو ته ویلي کور ته یې درې تنه ورغلي په هغه يې تماچه راویستې او ګوزارونه يې پرې کړي دي.

په ټولنيزو رسنیو د اسدعلي طور ويډيو خپره شوې ويل شوي هغه په دغه ويډيو کې په روغتون کې پوليسو ته بيان ورکوي.

په دې ويډيو کې طور وايي "د اسلام اباد په اېف ـ 11 علاقه کې په خپل کور (فلېټ) کې وو دغه کسان راغلي هغه يې تړلی په هغه يې په تماچه ګوزارونه کړي بيا هغه چغې ویستل شورو کړي او په دغو کسانو کې يو ته ټيليفون راغلی او هغوی بيا دې په تړلي حالت کې پرېښودی او تللي دي".

دغه ويډيو شمع جونېجو په ټویټر خپره کړې ده.

په ټولنيزو رسنيو په اسدعلي طور د بريد او په هغه د تشدد غندنه شوې ده.

د بشري حقونو نړیوال تنظیم اېمنسټي انټرنېشنل د سویلي اسيا څانګې ویلي،

"په پاکستان کې روانه اوونۍ چې د جرنلېسټانو د تحفظ دپاره په قومي اسمبلۍ کې قانوني مسوده وړاندې شوې اېمنسټي انټرنېشنل په جرنلېسټ اسدعلي طور په کور دننه د تشدد ډک بريد باندې اندېښنه څرګندوي".

اېمنسټي ویلي، "پاکستاني چارواکو ته يو ځل بيا دغه غږ تکراروو چې په پاکستان کې د کلونو راهسې د ګواښونو او بریدونو سره مخ جرنلېسټانو او ميډيا کارکنانو د حفاظت دپاره بيړني کوټلي ګامونه پورته کړي".

په اسدعلي طور باندې د کال 2020 د ستمبر په مياشت کې د پاکستان د پوځ، رياست او رياستي ادارو پرضد د منفي پروپېګنډې په تور مقدمه هم درج شوې وه.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري په اسدعلي طور د بريد غندنه کړې ده.

بلاول ویلي "د دغه بريد څخه به د اسدطور اواز نور پياوړی شي. کله چې صحافي او ازادي اظهار د بريدونو ښکار وي نو دا د حکومت ډار يا ويره ښکاره کوي. مونږ د اسدطور په معامله کې د رښتياو مخې ته راوستو دپاره د کوټلي او سوتره پلټنو غوښتنه کوو".

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په ټويټر ویلي،

"د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چودري په اسدعلي طور باندې د بريد غندنه کړې او د اسلام اباد پوليس مشر (اېس اېس پي) ته يې لارښوونه کړې چې د بريد پلټنې وکړي او په پېښه کې ککړ کسان د قانون منګولو ته راولي".

د بې پولې خبريالانو په نوم اداره چې د مطوعاتو د ازادۍ دپاره کار کوي، وايي پاکستان د نړۍ په 180 هېوادونو کې په 145 نمبر دی. افغانستان په دغه نوملړ کې په 122 او هند په 142 نمبر دی.

په پاکستان کې دننه د فريډم نېټ ورک په نوم غېر دولتي اداره چې په ملک کې د مطبوعاتو څارنه کوي په خپل تازه رپورټ کې يې ویلي چې په تير کال کې په ملک کې د جرنلسټانو دپاره تر ټولو خطرناک ځای پلازمينه اسلام اباد وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​