شاته

چین خپله پرمختللې جنگي جټ نندارې ته وړاندې کړه

چین د سه شنبې په ورځ د الوتکو جوړونکو او پلورونکو په ستره ننداره کې د چینگیدو J-20 په نامه خپله پټه جنگي الوتکه نړۍ ته وښودله.

د چین په ژوهای ښار کې دغې هوایي نندارې بیجنگ ته دا فرصت ورکړ چې په ملکي هوایي چلند کې خپل قوت وښیي او په دفاعي چارو کې خپل مخ په ودې طاقت په ډاگه کړي.

اټکل کیږي چې چین په راتلونکې لسیزه کې د هوایي چلند په نړیوال مارکیټ کې د امریکا ځای ونیسي.

ددې نندارې په ترڅ کې دوه J-20 جټ الوتکې ناڅاپه په ټیټ واټن د سلگونو سیلانیانو، د صنعتي شرکتونو د رئیسانو او نندارچیانو پر سر په داسې حال کې تیرې شوې چې د الوتکو د زوږ له وجې په پارک کې د موټرو اتومات زنگونو په غږیدو شول.

د چین نوې جی ٢٠ جټ الوتکه

د چین نوې جی ٢٠ جټ الوتکه

کارپوهان وایي چین په ٢٠١٠ کې د J-20 جټ الوتکو په جوړولو پیل وکړ او اوس یې په دې پلان په دې هیله بیا غور پیل کړی چې د متحده ایالاتو سره د پوځي تکنالوژۍ فاصله راکمه کړي. جمهور رئیس ژی جینپینگ په داسې حال کې د چین د وسله والو ځواکونو غښتلتیا ته ملا تړلې چې دې هیواد په اسیا کې د خپلو گاونډیانو په وړاندې جدي موقف نیولی دی. په ځانگړې توگه دې د جنوبي چین د سمندرگي په ځینو برخو ولکه کړې ده.

د چین د تجارتي الوتکو جوړولو دولتي شرکت نویو ملکي الوتکو جوړلو ته هم هیله من دی. د دوی د اټکل له مخې ښایي په راتلونکو شلو کلونو کې بازار د ٩٣٠ میلیاردو ډالرو په ارزښت د ٦٨٦٥ الوتکو اخیستلو ته اړتیا ولري.

د چین د تجارتي الوتکو جوړولو دولتي شرکت وړاندوینه د بوینگ او ایربس په شان د سیالو شرکتونو وړاندوینې ته ورته ده. دغه چینایي شرکت وایي په راتلونکو دوو لسیزو کې به چین ۴٠٠٠٠ زره الوتکې جوړې کړي چې په نړۍ کې د هرو پنځو جوړیدونکو الوتکو څخه یوه به یې چینایي وي.

یوه عمده پوښتنه داده چې ایا د چین دغه نوې J-20 الوتکې به د امریکا د لوک هیډ مارتین شرکت له F-22 جنگي الوتکو او یا هم ددې شرکت د F-35 او F-22 بریدگرو الوتکو سره چې د امریکا وسله والو ځواکونو ته جوړې شوي او رادار یې نه شي کشف کولای، سیالي وکړي او که نه.